شاته

د چین او تایوان کړکیچ؛ امریکا او اندونیزیا ګډ پوځي تمرینونه وکړل 

د اندونیزیا، متحده ایالاتو او متحدینو په زرګونو سرتیرو د جمعې په ورځ اګسټ ۱۲ (زمري ۲۱) د اصلي وسلو او مهماتو نه په استفادې پوځي تمرینونه وکړل.

د متحده ایالاتو د یو جګپوړي جنرال په وینا دا تمرینونه د واشنګټن د هغو هڅو یوه برخه ده چې د تایوان په شاوخوا کې د چین له "بې ثباته کوونکو کړنو" وروسته د سیمه ییزې شخړې د مخنیوي لپاره ترسره کیږي.

متحده ایالاتو او اسیایي متحدینو یې په آرام سمندر کې د چین د مخ په زیاتیدونکو ادعاو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، خو واشنګټن وویل چې ددې تمرینونو هدف هیڅ یو هیواد نه و، که څه هم چې دا د پخوانیو روزنیزو ماموریتونو په پرتله ستر وو.

په اندونیزیا کې د "سوپر ګاروډا شیلډ" په نوم دا تمرینونه وروسته له هغې پیل شول چې د تایوان خودمختاره ټاپو ته د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو د خونې د مشرې ننسي پلوسي د سفر پر وړاندې په یو قهرجن غبرګون کې بیجینګ د تایوان په شاوخوا کې چې د خپلې خاورې یوه برخه یې ګڼي، بې ساري جنګي تمرینونه او عملیات وکړل.

د امریکا د انډو-پسفیک د قوماندې مشر د سمندري ځواکونو ستر جنرال جان اکویلینو له تمرینونو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل: «د چین له لورې د تایوان په وړاندې ګواښونکي فعالیتونه او عملونه هغه څه دي چې موږ یې د مخنیوي هڅه کوو.»

د چین یو اونیز هوایی او سمندري تمرینونو په سیمه کې کړکیچ د وروستیو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسولی او د تایوان په تنګي کې یې د شخړې ویره راپورته کړې. د امریکا د سمندري ځواکونو ستر جنرال جان اکویلینو وایي: «مونږ هره ورځ هڅه کوو چې د جګړې مخنیوی وکړو.»

پدغو دوه اونیزو تمرینونو کې د شاوخوا ۴۰۰۰ امریکایي او اندونیزیایي پوځیانو سره د آسټرالیا او سینګاپور او همدارنګه د جاپان ځواکونو هم ونډه اخیستې وه. جاپاني ځواکونو د لومړي ځل لپاره په دغو کلنيو تمریناتو کې ګډون کړی و.