شاته

پاکستان د دفاع وزیر منلي چې په خېبرپښتونخوا کې د امن او امان صورتحال په خرابېدو دی

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې بحث شوی چې پکې د شمالي وزیرستان نه د اسمبلۍ غړي محسن داوړ د افغانستان څخه د طالبانو ورتګ ته د قامې اسمبلې پام اړولی او ادعا یې کړې چې ترهګري په خیبرپښتونخواه کې خپره شوې ده.

محسن داوړ خبرداری وکړو چې که چېرې مخه یې وه نه نیول شوه نو ترهګري به ډیر ژر ټول هیواد ونیسي. هغه په دیر کې په تېرو ورځو کې د پاکستان تحریک انصاف په يو اېم پي ای د بريد او په سوات کې د هغه پېښې ذکر وکړو چې مشکوکو وسله والو پکې د پوځ او د پولیس افسران تښتولي وو.

محسن داوړ دا هم وویل وو چې د شمالي وزیرستان خلک له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې په احتجاج بوخت دي او یوازې د "امن او تحفظ" غوښتنه کوي.

د محسن داوړ د پوښتنو په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي سره د خبرو په کامیابۍ د خواشینۍ څرګندولو سره ویلې چې په خېبرپښتونخوا کې د طالبانو ضد احساسات په زیاتېدو دي او د دغه صوبې په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو د شتون پر ضد احتجاجې مظاهرې شوي-

د دفاع وزیر ومنله چې په خیبر پښتونخوا کې د قانون او نظم وضعیت مخ په خرابیدو دي خو هغه دا د صوبې د مسلې پر ځای قامې مسله وبلله او قامې اسمبلې سره وینا کې یې وویل: محسن داوړ د طالبانو په ضد د احتجاج لپاره د پي ټي آئي مشرانو باندې سختې نیوکې کړې او ویلې چې د پاکستان د تحریک انصاف پخواني حکومت په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو هرکلی کړی و-

محسن داوړ دا هم وویل وو چې د شمالي وزیرستان خلک له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې په احتجاج بوخت دي او یوازې د "امن او تحفظ" غوښتنه کوي
محسن داوړ دا هم وویل وو چې د شمالي وزیرستان خلک له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې په احتجاج بوخت دي او یوازې د "امن او تحفظ" غوښتنه کوي

دوې د دې مسلې د حل کولو لپاره د چارواکو پر غیر سنجیده رویو هم نیوکې وکړې او دعوې یې کړې چې طالبانو ځايي خلکو ته ویلي چې د دوی مشرتابه د پاکستاني چارواکو او ټي ټي پي تر منځ د روانو خبرو په پایله کې سیمې ته د ستنېدو لارښوونه کړې ده-

البته محسن داوړ په ډاګه کړه چې د خیبرپښتونخوا خلک به د طالبانوپروجکټ پالیسي ونه مني او په هر قیمت به یې مقابله وکړي.

د عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا مشر اېمل ولي خان څو ورځې وړاندې ویلې وو چې د تحریک انصاف طالبانو ته بهتې ورکړې دې او د صوبې وسایل د کارولو په اړه د خیبرپښتونخوا حکومت څخه سپیناوې غوښتنې دې- خو د تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا مشران د دې هرڅه څخه انکارې او د تحریک طالبان پاکستان پر معامله یې خوله پټه ساتلې ده- البته تیره ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانې وزیراعظم عمران خان خپله داخبره منلې وه چې خیبر پښتونخوا کې ټې ټې پې د تحریک انصاف وزیرانو او اسمبلې غړو ته دهړکې ورکوي-

بل پلو ته کالعدم تحريک طالبان پاکستان د یوه بیان د لارې په کوز دير کې د تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ په غړي ملک لياقت علي خان حمله کې د لاس لرلو خبره رد کړې ده.

څېړونکی حق نواز خان وې او اې ډیوه سره خبرو کې واېې: دا خلک راښکاره کیدل دا اطلاعات د تیرو څلورو کلو راهسې راتلې چې د تحریک طالبان پاکستان سره خبرو شورو شوې هم نه وې- خو هغه وخت نه خو حکومت او نه د پوځ له اړخه د دوې د مخ نوې د پاره ګامونه پورته شوې وو او کله چې خبرې اترې شورو شوې نو زه فکر کوم چې دا خلک نور هم زړور شې ځکه چې د دوې د پاره تګ راتګ نور هم اسانه شي-

دوې زیاتوې په افغانستان کې هم د دوې د پاره ستونځې شته، چې له سببه پاکستانې طالبان او یوځل بیا دې اړخه ته راتګ شورو کړې دې-

په عین حال کې د ډان ورځپاڼې د راپورترمخه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام اباد کې د یوې دستورې سره وینا کې ویلي، له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو بریا د دغې ډلې په چلند پورې اړه لري.

د محمد صادق دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي، چې تحریک طالبان پاکستان مهم مشر عبدالولي چې د عمر خالد خراسانې په نوم مشهور وو، د اګست د میاشتې په اوومه نیټه په افغانستان کې په یوه بم چاوده کې وژل شوی. د پاکستاني
تحریک طالبان پاکستان د یوه بیان ترمخه عمر خراساني د ټي ټي پي د هغه ټیم برخه وه چې له پاکستاني چارواکو او قبایلي جرګې سره یې خبرې کړې وې.