شاته

د کابل په یوه مدرسه ځانمرګي حمله کې د داعش مخالف او د طالبانو ملا وژل شوی دی

د افغانستان سر ښار کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یوه مدرسه ځانمرګي حمله کې د طالبانو یو ملا وژل شوي چې د وي او ای رپورټ وايي وژل شوی عالم د داعش وسله والې ډلې خلاف د شعله بیان تقریرونو دپاره مشهور و.

د طالبانو ترجمان بلال کريمي د "دښمن په بې رحمه حمله؛ کې د رحیم الله حقاني د وژل کېدو تصدیق وکړو.

په ټوېټرې خپل پېغام کې کریمي حقاني د " هېواد ستره هستي او علمی شخصیت" وبللو.


رپورټونه وایي په حقاني حمله کونکي ځانمرګي چې مخکې یوه پښه بېللی وه، په مصنوعي پښه کې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو.

طالبانو ویلي د حملې په اړه یې تحقیقات شروع کړي دي خو لا یې مسولیت د منل کېدو په اړه څه نه دي وېل شوي.

حقاني به په خپلو تقریرونو کې د داعش خراسان ډلې مخالفت کولو.

په حقاني په پاکستان کې هم حمله شوي وه خو هغه پکې ژوندی پاتې شوی و. هغه د خېبرپښتونخوا په اکوړي کلي کې د د دارالعلوم حقانیه نه علم ترلاسه کړی و او په دې نسبت نوم سره حقاني لیکلو.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په هېواد کې د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی او په زیاترو حملو کې د شعیه ټونلې هدفونه په نخښه شوي دي.