شاته

د جېش محمد په کمانډر د پابندۍ لګولو د امریکې او هند کوښښ چین وځنډولو

امریکې او هندوستان د متحده قومونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل ته تجویز وړاندې کړی و چې د پاکستانۍ وسله والې ډلې جېش محمد په یو کمانډر دې بندیزونه ولګول شي خو چین دغه کوښښ وځنډولو.

رویټرز خبري ادارې دغه خبر د سفارتکارانو له قوله ورکړی دی.

رویټرز وویل امریکې او هندوستان غوښتل چې د جېش محمد په کمانډر عبدالاروف اظهر دې د سفر پابندي ولګول شي او د هغه اثاثې دې منجمد کړی شي. داسې ډول د تجویز د منظورېدو دپاره پکار ده چې د سېکیورټي کاونسل د بندیزونو د کمېټۍ ټول 15 غړي پې متفق شي.

د رپورټ ترمخه امريکې او هندوستان په اظهر د بندیزونو خواست د شورو، چهارشنبې، په ورځ کړی و.

په متحده قومونو کې د چین نماینده دفتر رویټرز ته وویل چین دغه تجویز وځنډولو ځکه چې د دې د مطالعې دپاره د نور وخت ضرورت دی.

د چینايي دفتر ترجمان زیاته کړه چې د سېکیورټي کاونسل د کمېټۍ قوانین د داسې قسم ځنډ اجازت ورکوي او د دې نه مخکې هم د غړو هېوادونو په خواست فېصلې ځنډولې دي.

د امریکې د خزانې وزارت په کال 2010 کې اظهر نومولی دی او په هغه یې الزام لګولی چې خلک یې هڅول چې په هندوستان کې ځانمرګي حملې او وسله وال فعالیتونه وکړي.

په متحده قومونو کې د امریکايي دفتر ترجمان رویټرز ته وویل امریکا د نورو ملکونو د دې ضرورت احترام کوي چې د خپلو داخلي تقاضو سره سم دې د متحده قومونو په فهرست د چا د نامزد کېدو په اړه تحقیقات وکړي.

امریکايي ترجمان وویل امریکا په سېکیورټي کاونسل کې د خپلو همکارانو د همکارۍ قدر کوي چې د بندیزو طریقه کار به د سیاست نه په پاکه ډول استعمال کړي او ترهګر به نه پرېدي چې خپل "ناوړه کارونه" وکړي.

په نړیواله کچه د ترهګرۍ په اړه د معلوماتو دپاره د امریکې استخباراتي ادارې مشر دفتر ډرېکټر اف انېشنل انټېلېجنس د وېب پاڼې ترمخه د جېش محمد بنیاد مسعود اظهر په 2000 کې اېښی و کله چې هغه د هند د زندان نه ازاد شو. دا ډله د خدم السلام او د تحریک الفرقان په نومونو هم یادېږي.

د ډي اېن ای جېش محمد غواړي چې کشمېر د پاکستان سره یوځای کړي او د افغانستان نه خارجي ځواکونه وباسي. ډلې د امریکې خلاف په جار د جنګ اعلان کړی دی.

ډي اېن ای وايي پاکستان په 2002 کې جېش محمد غیرقانوني تنظیم وټاکلو خو د دې وروسته تظیم په دوو برخو کې ووېشل شو. مسعود اظهر د خدام الاسلام مشر شو او عبدالجبار د جماعت الفرقان مشر شو.

امریکايي اداره وايي په کال 2003 کې د هغه وخت په صدر پرویز مشرف د ناکامه قاتلانه حملې په لړ کې عبدالجبار پاکستاني چارواکو ونیولو خو په کال 2004 کې یې ازاد کړو. پاکستان په 2003 کې په خدام السلام او جماعت الفرقان بندیز ولګولو.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز او د امریکايی استخباراتي ادارې اېن ډي ای د وېب پاڼې نه اخیستل شوي دي