شاته

عمران خان منلې، خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف وزيرانو او اسمبلۍ غړو ته ټي ټي پي دړکې ورکوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان ويلي، "مونږ ګورو د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په پښتونخوا کې فعاليتونه، زمونږ خلک په نخښه کيږي، زمونږ وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته دړکې ورکوي"، نوموړي دا خبره په داسې حال کې چې دغه خبره د عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د تيرو څو ورځو راهسې کوي د تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا مشران ترې انکار کوي.

عمران خان خان پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [10 اګست] ناوخته مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، "زه حېرانه یم چې هغه وخت چې ټي ټي پي فعاله وه نو ويل به يې چې د امریکا په ملګرو بريدونه کوو، نو دلته خو داسې حکومت دی چې هغه ازاد پاکستان غواړي نو هغه ولې په هدف کوي ما ته په دې کې هم يو سازش ښکاري".

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د ګل په ورځ اتم اګست د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې په مټه علاقه کې طالبانو د پوليسو يو افسر [ډي اېس پي]، يو د پوځ افسر [مېجر] او يو سپاهي يرغمال کړي او بيا يې جرګې ته سپارلي وو، د پولیسو ډي اېس پي ژوبل وو. طالبانو د دغو افسرانو ويډیو هم خپره کړې وه.

خو د سوات پوليسو ويلي وو ډي اېس پي د ترهګرو پرضد عملياتو کې ژوبل شوی او ترهګر تښتېدلي وو.

د سوات مټه د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا محمود خان پلارنۍ علاقه ده. محمود خان تراوسه پورې په دغه پېښه غلی پاتې دی.

نزدې یوه اوونۍ وړاندې د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر اېمل ولي خان هم دعوه کړې وه چې د پاکستان تحریک انصاف وزيرانو طالبانو ته د قلنګ پېسې ورکړي دي خو تحريک انصاف ګوند دغه خبره رد کړې وه.

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي سېف د اېمل ولي خان د دعوې په ځواب کې ويلي وو، داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.

وروسته د خېبر پښتونخوا وزيراعلا او د نورو وزيرانو لخوا پاکستاني طالبانو ته د قلنک ورکولو په اړه دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې هم بحثونه شوي وو.

په [6م اګست] ماسخوتن د خېبرپښتونخوا په دير ضلع کې په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوي، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی، ورور، وراره يې او دوه ساتونکي يې وژل شوي وو.

پرون د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي، د ټي ټي پي سره مذاکرات روان دي، او ټي ټي پي ورته ويلي چې هغوی د ملک لياقت په پېښه کې لاس نه لري.

د عمرا خان د بيان وروسته په نوموړي بيا سختې نيوکې پېل شوي چې د ټي ټي پي د دړکو خبره يې کړې خو نه يې په ملک لياقت او نه يې په سوات کې د ډي اېس پي د زخمي کولو غندنه کړې ده.

او خبريال سلیم صافي په دير کې د خلکو لخوا د احتجاج شريکې شوې ويډیو ته ليکلي،

"د پي ټي ايي د ټولنيزو رسنيو تنخادار مشواني ته نه دي ياد چې په سوات کې د اېمپورټډ نه بلکې د سلېکټډ حکومت دی. چرته چې ټي ټي پي عمليات کړي هغه د محمود خان [وزيراعلا] او مهمو وزیرانو حلقه ده؟ د ويرې نه عمران خان په دير کې د خپل اېم پي اې د بريد او دوه پوليسو د وژنې غندنه نه ده کړې ځکه د دير خلک په خپله راووتلو".

په سوات کې د ټي ټي پي د فعاليتونو ليدو وروسته په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې هم راولاړې شوي چې ډېره د اندېښنې وړ خبره په صوبه کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند خاموشي ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​