شاته

حکومت د شمالي وزيرستان د اتمانزو د احتجاج کوونکو سره مذاکراتو دپاره جرګه اعلان کړې

د پاکستان د دفاع وزير په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قومي جرګې لخوا احتجاج کوونکو سره د مذاکراتو دپاره اسمبلۍ د ممبرانو او مشرانو 16 کسيزه جرګه اعلان کړې ده.

دا جرګه په داسې حال کې اعلان شوې چې په شمالي وزيرستان کې د تيرو 27 ورځو راهسې په سيمه کې د اتمانزو قامي جرګې د احتجاجونو لړۍ پېل کړې او دا وخت د شمالي وزيرستان په نزدې اته ځايونو کې پرلتونه روان دي چې پکې پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني او سياسي فعال او عام ځايي خلک ګډون کوي.

دغه احتجاج کوونکي په سيمه کې د امن او خلکو د خونديتوب غوښتنه کوي.

د دغو احتجاج کوونکو سره څو ځله ځايي انتظاميې او پوځي چارواکو مذاکرات کړي خو تراوسه ناکامه شوي دي. د احتجاج مشران وايي، څو پورې چې دوی ته د پارلیمان منتخب استازو، عدليې، د بشري حقونو تنظیمونو، قبايلي او سياسي ګوندونو د مشرانو لخوا د امنيت ضمانت نه وي ورکړی شوی د دوی احتجاج به دوام لري.

د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، د وزيراعظم شهباز شريف سره يې په دغه موضوع خبرې شوي او بيا یې په حکومتي اتحاد کې شامل [پي ډي اېم]، او اتحادي ګوندونو د غړو جرګه جوړه کړې دا جرګه به په میرعلي او میرانشا او پخوانۍ فاټا کې کې امنيت په ځای کوي.

ويل شوي دا جرګه به په 12 اګست د جمعې په ورځ په میرعلي کې د احتجاج کوونکو سره ويني.

پرون د اتمانزو جرګې اعلان کړی وو چې دوی د بدامنۍ سره مخ دي په احتجاج ناست دي، نه شي کولی چې په 14 اګست د پاکستان د ازادۍ ورځ ونمانځي او اعلان يې کړی وو دغه ورځ به د تورې ورځې په توګه نمانځي.

پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [10 اګست] د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په اسمبلۍ کې ویلی، دوی به چې په سیمه کې د ترهګرۍ خبره کوله، مخکني د تحريک انصاف د حکومت سپيکر به پسې مايک بندولو خو نن حالات دې حد ته رارسېدلي دي چې په سوات کې طالبانو پوليس افسر او يو پوځي مېجر نيولي دي.

هغه وويل داسې ښکاري ټوله پښتونخوا طالبانو ته په لاس ورکړی شوې ده، هغه زياته کړه د دير نه د سوات او وزیرستان پورې طالبان دي.

محسن داوړ ويلي، په افغانستان کې چې طالبان راغلل عمران خان ويل چې په افغانستان کې خلکو د غلامۍ زنځيرونه مات کړل، نو دا دلته چې راغلي په ډېورنډ راوړېدلي دا د هغو وروڼه دي، او دا حالات به په پښتونخوا کې پاتې نه شي دا به پنجاب او سيند ته ورسي.

هغه ويلي دا مسله تراوسه پورې سنجيده نه ده اخستل شوې، او "دا پاليسي [پروجېکټ طالبان] دا به بدلول وي د پښتونخوا ولس به دا ونه مني".

او بيا د دفاع وزیر خواجه اصف وويل، په خېبرپښتونخوا کې د امنيت مسله ده، عمران خان د طالبانو هرکلی کړی وو، نن په هغه صوبه کې خلک راووځي د طالبانو د موجودګۍ پرضد احتجاج کوي.

هغه زياته کړه، دا يواځې د خېبرپښتونخوا مسله نه ده قومي مسله ده، د تحریک انصاف حکومت پرې سم دريځ نه دی خپل کړی. هغه وويل په دې حالاتو دوه ځله دې اسمبلۍ ته احوال وړاندې کړی شوي او چې څه ويل شوي هغه رنګ وشي داسې نه چې هغوی خپل نظام دلته نافذ کړي.

نوموړي وويل، خبرې روانې دي خو خطره ورسره هم سېوا کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​