شاته

د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان برامدات نور راکم شوي

د پاکستان د شمېرنې ادارې [بېورو اف سټېټسټکس] وايي د روان مالي کال [2022/23] په لومړۍ مياشت جولايۍ کې برامدات/ صادرات 5.17فيصده راکم شوي دي، او په میاشتنې بنيادونو برامداتو کې نزدې 24فيصده کمی راغلی دی.

اداره وايي، د تېر مالي کال [2021/22] په جولايۍ کې 2.34اربه ډالره برامدات شوي وو خو په کال [2022/23] په جولايۍ کې برامدات 2.21اربه ډالرو ته راټيټ شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د سرحد چېمبر پخوانی مشر زاهد خان شينواري وايي، د پاکستان برامدي کارخانې د توانایۍ د بحران سره مخ دي، او د ګېس او بجلۍ د نه مېلاوېدو له امله پېداوار 40فيصده راکم شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په پاکستان کې د سود د زياتې شرحې او توانايۍ د زياتو بیعو له امله په پېداوار خرڅونه زيات شوي دي.

"د پاکستان برامدي کارخانې زياتې په قرضونو چليږي او د سود شرح چې کله زیاته شوې نو په پېداوار خرچ زیات شوی دی او مجموعي پېداواري خرچونه يو په دوه سېوا شوي دي او پاکستانۍ کارخانې په نړيوال مارکيټ کې د ګاونډي هيوادونو سره مقابله نه شو کولی".

د شمېرنې اداره وايي، تير مالي کال کې 30اربه ډالره حکومتي برامدي هدف ترسره شوی وو او په دې کې د 26.6فيصده اضافې وروسته مجموعي برامدات 31.8اربه ډالرو ته رسېدلي وو.

او له دې نه په وړاندينی مالي کال کې د پاکستان برامدات 25اربه ډالره وو.

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، مرکزي حکومت هڅې کوي چې برامدات سېوا کړي او درامدات/ واردات د درېو مياشتو پورې کنټرول وساتي.

د مردان د چېمبر پخوانی مشر ظاهر شاه وايي، د حکومت لخوا په سوداګرو درنه ماليه/ټېکس لګول شوې او د سود په شرح کې د زياتوالي له امله کاروبارونه راکم شوي چې ورسره بې روزګاري هم زياتيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان برامدي څانګه ګڼې ستونزې لري، پکار ده چې دا ستونزې هوارې شي.

"هغه کارخانې چې برامدات کوي حکومت دې هغو ته سهولتونه ورکړي او د هغو ستونزې په ترجيحي بنيادونو هوارې کړي، غېرملکي زر مبادله ذخيره زياتولو او اقتصاد د مستحکم کولو دپاره په برامدي څانګه کې ون ونډو اپرېشن ضروري دی، مطلب چې ټول کارونه په يو ځای کيږي".

هغه وويل څو پورې چې کارخانو ته اسانتیاوې نه وي ورکړی شوي برامدات به هم کم وي.

د شمېرنې اداره وايي د جولایۍ په مياشت کې په مياشتني بنيادونو درامدي بل 38 فيصده کم شوی وو.

د ادارې ترمخه په جولايۍ کې د جون په مقابله کې درامدات 13 فيصده راکم شوي وو او په جولايۍ کې 4.86اربه ډالره درامدات شوي وو.

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په يو ټويټ کې ویلي، د حکومتي کوششونو په وجه د جون په مقابله کې درامدات د 7.7اربه ډالرو نه پینځه اربه ډالرو ته راکم شوي دي او حکومت هڅې کوي چې کرنټ اکاونټ خساره کمه کړي.

د شمېرنې اداره وايي په تېر مالي کال 2021 او 22 کې درامدات د 43فيصده اضافې وروسته مجموعي درامدات 80اربه ډالرو ته رسېدلي دي او په دې کې 48.6اربه ډالره خساره مخې ته راځي.