شاته

بلېنکن: تاېوان ته د امریکايي کانګرس د سپېکرې سفر ته چین "خطرناک" عکس العمل څرګند کړی

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي تاېوان ته د امریکې د کانګرس د نمایندګانو ایوان سپېکرې نېنسي پېلوسي تاېوان ته د سفر په اړه چین "خطرناک" عکس العمل څرګند کړی دی خو امریکا په چین سره په تاوتریخوالي زیاتولو کې ځان نه نښلوي.

د کمبوډیا سرښار نوم پېن کې د وي او ای کمېیر څانګې خبریال سن نرین سره د جمعې په ورځ مرکه کې د امریکې خارجه وزیر وویل تاېوان ته د پېلوسي په دوره چین د ردعمل غیرمناست او "خطرناک" و.

هغه وویل امریکا به په سیمه کې ځان په راپارونکو اقداماتو نه کې ښکېل نه کړي.

په میانمار کې د صورتحال په اړه بلېنکن وویل په دغه هېواد کې حالات نور هم خراب شوي دي او پکار ده چې د میانمار د پوځي واکدارانو په ضد اقتصادي او سیاسي فشار زیات کړی شي.

د وي او ای سره مرکه کې بلېنکن د امریکې او کمبوډیا په تعلقاتو هم خبرې وکړې او ویې وېل واشنګټن د کمبوډیا سره مثبت تعلقات غواړي.

بلېنکن وویل د کمبوډیا وزیراعظم هون سن سره یې په کمبوډیا کې د جمهوریت د پرمختګ او اینده کال کېدونکو انتخاباتو په باره کې هم خبرې وکړې.

د تاېوان او میانمار په اړه د خبرو د بلېنکن د مرکې برخه لاندې ده:

وي اوای: د کمبوډیا موضوع ته د تګ نه وړاندې دوه سوالونه دي. یو د تاېوان په اړه او بل د میانمار په اړه. غواړم چې تاېوان ته د (نېنسي) پېلوسي د سفر په اړه د تاسو نظر واخلم او بیا د چین عکس العمل او ځواب دی.

بلېنکن: نېنسي پېلوسي د امریکې د حکومت د قانون د څانګې نه ده. تاېوان ته د تګ د هغې فېصله سمه ده ځکه چې د سږ کال په شمول د کانګرس غړو مخکې هم د تاېوان دورې کړي دي. تاېوان ته د هغې د سفر په اړه د چین رد عمل غیر مناسب او خطرناک دی. که چین څه هم ګڼي، خو د دې باوجود چین د تاېوان چار چاپیره 11 بېلېسټک مزایلې وچلولې چې هغه مزایلې هم پکې شاملې وي چې د تاېوان دپاسه تېرې شوي دي، د تاېوان چار چاپیره یې سمندري جهازونه ځای په ځای کړي وو. پېنځه مزایلې د چاپان سره نژدې غورځېدلي دي. او ځما په خیال تاسو به هم په سیمه کې د ملکونو غږونه اورېدلي وي چې د اسیان غړي ملکونو هم پکې شامل دي چې یو بیان یې هم جاري کړی و او حقیقي تشویش یې څرګند کړی و چې دا اقدامات څومره بې ثباتي پېدا کولی شي او څومره خطرناک دي. نو ځما په خیال ضرورت د دې خبرې دی چې د ذمه وارۍ نه کار واخیستل شي. امریکا به په راپارونکو اقداماتو کې ځان نه نښلوي. مونږ فکر کوو چې په سمندرونو بایدامن ځای په ځای کړی شي. د تاېوان سمندري تنګی په سیمه کې د هر ملک دپاره ډیر اهمیت لري، د دې دلارې ډیر زیات تجارت کېږي. که په دې کې خنډ پېدا شي نو په نړیوال اقتصاد به تباه کن اثرات وغورځېږي او د کرونا وایرس نه وروسته بحالی به هم متاثره شي. ځما په فکر د امریکې او د چین په شمول د ټولو ملکونو دا مسولیت دی چې د ذمه وارۍ نه کار واخلي او د کانګرس د غړي سفر په ممکنه توګه د خطرناکو او بې ثاباتي پېدا کونکو ګامونو دپاره یې جواز جوړ نه کړي.

وي او ای: په میانمار کې مونږ وینو چې صورتحال نور خراب شوی دی

بلېنکن: دا صحیح خبره ده

وي او ای: ایا امریکا به د میانمار د واکدارانو په ضد به اقتصادي بندیزونه لګوي، چې پکې د تېلو د او د ګېس تجارت هم شامل دی؟

بلېنکن: ځما په فکر څه چې مونږ لیدلي، او تاسو هم دا خبره وکړه، چې صورتحال ته خراب نه د بدترین په لوري تللی دی. چې پکې د جمهوریت پلوه تحریک د څلورو غړو بوږنونکي قتلونه هم شامل دي د دې باوجود چې کمبوډیا او د اسیان تنظیم ملکونو د داسې نه کولو غوښتنه کړې وه. ځما په فکر دغه سیمه دې بغاوت وروسته پېدا شوي صورتحال د هوارولو دپاره غوښتنو ته هیڅ ځواب نه وايي. او د تېرو څو میاشتو راهسې د اسیان دا کوښښ دی چې د پنېځو نقطو هغه موافق نامه عملي کړی شي چې د چې میانمار رژیم پې دستخط کړی دی، په دې کې د تشدد مخنیوی، د قیدیانو ازادول او میانمار بیا د جمهوریت په لاره روانول وو. د اسیان ملکونه باید داسې لارې چارې ولټوي چې د میانمار په رژیم فشار زیات شي، په دې کې اقتصادي او سیاسي فشار شامل دی. پکار ده چې دغه ملکونه د میانمار د ولس ټولو نمایندګانو سره په رابطه کې وي چې پکې د نېشنل یونېټي حکومت هم شامل دی. مونږ ته پکار ده چې د میانمار ولس ته بشري امداد رسولو دپاره هم فشار زیات کړوو. مونږ ته دا خبره هم یقیني کول پکار دي چې د (میانمار) رژیم ته وسلې و نه رسي. نو مونږ په هر څه ته کتنه کوو، چې پکې اضافي اقتصادي فشار او پابندۍ شاملې دي.

وي او ای: او تاسو څه فکر کوي چې د اسیان ملکونه نور څه وکړي د دې نه علاوه چې د میانمار خارجه وزیر د ملاقات نه بهر وساتي؟

بلېنکن: ځما په خیال دا حقیقت په پام کې ساتل پکار دي چې رژیم د پېنځو نقطو موافق نامه نه ده عملی کړي او بیا د دې چې نتېجې اخلوو. ځما په خیال اوس مهال په اسیان کې غیر سیاسي نماندګي نه لري چې صحیح ګام دی. خو لیکن که دا دوام لري، نو زه فکر کوم چې اسیان ته کتل پکار دي چې دا څه معنا لري، په دې کې په اسیان کې د میانمار د غړیتوب ځنډېدل هم شامل دي.