شاته

امریکا: د تایوان شاوخوا کې د چین کړنې پاروونکې او بې موجبه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي تایوان ته د متحده ایالاتو د کانګریس د استازو د مجلس د مشرې ننسي پلوسي سفر کولو ته په غبرګون کې د چین نظامي تطبیقات په "نامناسب او بې دلیله " توګه د کړکیچ ډیرول دي.

ښاغلي بلنکین جمعه اګست ۵ (زمري ۱۴) وویل چې متحده ایالاتو په پرله پسې توګه چین ته واضح کړې چې واشنګتن کړکیچ نه غواړي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې امریکا او متحدین یې د چین په تازه کړنو په جدي توګه اندیښمن دي.

یوه ورځ وروسته تر هغه چې د امریکا د کانګریس د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي د چین د خبرداریو سربیره ولاړه چین د پنجشنبې اګست ۴ (زمري ۱۳) د سمندر هغې برخې کې چې د تایوان څه راتاو دي، ۱۱ بالاستیک توغندي وار کړل.

چین د میرمن پلوسي د سفر راپدیخوا د تایوان په تنګي کې خپل تر ټولو ستر نظامي تمرینات پیل کړي او لا هم روان دي.

انټوني بلنکین په کمبوډیا کې د جنوبي آسیا هیوادونو د اتحادیې (ASEAN) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل، " دې نا مناسب، شدید او کړکیچ ډیروونکي نظامي غبرګون هیڅ ډول توجیه نشته او هغوي (چین) خطرناکې کړنې نوې کچې ته رسولي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې واشنګټن به د بحران د پیدا کیدو لپاره اقدمات ونکړي خو په سیمه کې به د خپلو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکاندي او د تایوان په تنګي کې به هوایي او سمندري تګ عادي تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه، " مونږ به په هغو ځایونو کې چې نړیوال قوانین یې اجازه ورکوي، پروازونه وکړو، کښتۍ به وچلوو او عملیات به وکړو".

د جنوبي آسیا هیوادونو د اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو پدې غونډې کې د جنوبي آسیا هیوادونو تر څنګ د نړۍ د ۲۷ هیوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې چې چین، جاپان، برتانیه، اروپایي اتحایده او هند هم پکې شامل دي.

انټوني بلنکین پدې غونډې کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي سره ونه کتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې د آسین هیوادنو په غونډې کې د ګډون لپاره کمبوډیا ته تللی چې چین د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی تایوان ته د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي د "پاروونکي" او "ناوړه" سفر کولو لپاره به په هغې او د کورنۍ په غړیو یې بندیزونه ولګوي.

خو بل پلو بیا انټوني بلنکین وویل چې آسین او د جنوبي آسیا د هیوادونو چارواکي په جدي توګه اندیښمن دي چې چین به ټوله سیمه بې ثباته کاندي.