شاته

په کابل کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې 

د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې یوه چاودنه شوې چې د پولیسو په وینا درنه مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ اګسټ پنځمه (زمري ۱۳) دا چاودنه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې: «نن د کابل ښار شپږمه حوزه کې د ملکي خلکو په یوه کراچۍ کې چاودنه وشوه چې زموږ ۸ تنه مظلوم هېوادوال شهیدان او ۱۸ نور ټپیان شول.»

دمخه تر دې په کابل ښار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي وو چې د کابل په لویدیځ کې د شپږمې حوزې په سرکاریز سیمه کې پدې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د پیښې عیني شاهدانو ویلي وو چې د مرګ ژوبلې کچه تر هغه زیاته ده چې د کابل پولیسو رپوټ کړې ده.

په کابل کې دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوې چې نن د محرم د میاشتې اومه نیټه ده او د دوشنبې په ورځ د محرم په لسمه د عاشورا ورځ نمانځل کیږي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې یا شخص د کابل د نننۍ مرګونې چاودنې مسولیت ندی منلی. خو پخوا د اسلامي دولت ډلې یا داعش په جوماتونو، تکیه خانو، روغتونونو او نورو ځایونو باندې د ورته بریدونه مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د داعش د خراسان څانګه چې تر ډیره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري تر ډیره یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د شیعه مذهبو پر مذهبي اماکنو باندې مرګوني بریدونه کړي دي.

د افغان رسنیو د رپوټونو له مخې طالبانو خبرداری ورکړی چې د امنیتي ګواښونو په پام کې نیولو سره دې د عاشورا ورځ دننه په جوماتونو او تکیه خانو کې ونمانځل شي او د لاریونونو څخه دې ډډه وشي.