شاته

د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل به تر کومه دوام لري؟

له څه کم یو کال راهیسې، په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو زده کوونکې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل تېره ورځ د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې یو ځل بیا په دې اړه اندېښنه وښوده او د نجونو د تعلیم د دوام پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ په دې باور ده چې نړیوال د افغان نجونو په برخه کې مسوولیت لري.

له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې مېرمن بارکزۍ دې پوښتنې ته ځواب ویلی چې د نجونو د تعلیم د دوام لپاره غوښتنو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې، نو دا وضعیت به ترکومه په دې ډول دوام کوي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00