شاته

په څوارلسو ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د راتلونکو پنځو میاشتو لپاره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه څوارلسو ولایتونو په ۱۳۵ ولسوالیو کې د پولیو پر وړاندې مسلسل کمپاینونه پیلوي.

ددغو کمپاینونو هدف په اوړي کې د ناروغیو د ژر انتقال مخنیوی ښودل شوی.

د عامې روغتیا وزارت د کلتوي معافیت مرستیال ګلا خان ایوب له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې ددغه کمپاینونو لړۍ یې نن پیل کړې چې پنځه ورځې دوام کوي.

"دا ټولې هغه سیمې او ولسوالۍ دي چې زمونږ د ارزونې ټیم خطرناکې ګڼلي دي، په دې ولایتونو کې د کابل هغه هم شامل دی،خو اکثره هغه دي چې د پاکستان سره په پوله کې دي".

ښاغلی ایوب وړاندې وایي چې په دې کمپاین کې به څلور اعشاریه اوه ملیونه له پنځه کلنۍ راښکته ماشومان واکسین شي،چې په ټوله کې د افغانستان په کچه ددغه عمر لرونکو کوچنیانو پنځه څلوېښت سلنه جوړوي.

که څه هم اوس مهال د نړۍ په کچه د پولیو وایروس جارو شوی خو افغانستان او پاکستان یې وروستۍ مورچلی پاتې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکی وايي چې ددغو موسمي کمپاینونو لپاره ټاکل شوي ولایتونه هغه دي چې د پولیو له اړخه خطرناک پېژندل شوي دي.

" څلور ولایتونه په ختیځ کې دي،څلور په سویل ختیځ کې دي، پنځه ولایتونه په لودیځ کې دي او فراه ولایت هم له خطر سره مخامخ دی".

دوی له ځايي اوسېدونکو ، قومي مشرانو او دیني عالمانو غوښتي چې په دې اړخ کې د واکسینو له کارکونکو سره مرسته وکړي.

ولسي خلک هم د پولیو ناروغۍ د له منځه وړنې په برخه کې د مرستې سینه ډبوي او وايي نه غواړي ماشومان یې په دغه ناعلاجه ناروغۍ اخته شي.

حاجي فیض محمد خان د کونړ قومي مشر دی، هغه وايي: " مونږ همکاري کوو او تل مو کړې ده،هر ځای کې چې ستونزه وي مونږ حل کړې او حل کوو یې".

روان میلادي کال د افغانستان په کچه د پولیو شپږ پېښې ثبت شوي چې څلور یې په کونړ،یوه په هلمند او بله هغه د کندهار په ولایت کې ده .

چارواکي وايي که کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ونه کړي نو له دغې بې علاجه ناروغۍ یې خلاصې ناشونی دی .