شاته

ترکیې د ۴٢ ژورنالیستانو د نیولو امر کړی

د جولای د ١٥ ناکامۍ کودتا وروسته ترکي مقاماتو د فتح الله گولن په پلویانو د فشار واردولو په ترڅ کې د ۴٢ ژورنالیستانو د توقیفولو امر کړی او ٣١ متخصصین یې نیولي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس وایي د هغو ژورنالیستانو په لیست کې چې پلټنو ته احضار شوي مشهور لیکوال نزله ایجک هم شامل دی چې د جمهور رئیس اردوغان له منتقدینو څخه شمیرل کیږي.

ښاغلی ایجک د حکومت له لورې د جولایی د ١٥ ناکامې کودتا وروسته د فتح الله گولن د غورځنگ د ځپلو سره مخالفت کړی دی. انقره گولن د هغه هیواد د ناکامې کودتا طراح او لارښوونکی گڼي، خو ښاغلی گولن په کودتا کې هر ډول لاس لرنه رد کړې ده.

د دولتي رسنیو د خبر له مخې تر اوسه پنځه تنه ژورنالیستان د پلټنو لپاره توقیف شوي دي.

د جمهور رئیس اردوغان د دفتر یو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې څارنوالانو د ژورنالیستانو د نیولو امر د هغوی د ژورنالیستیکو فعالیتونو په اړوند نه بلکې د هغوی د ممکن جنایي سلوک د څرگندولو په خاطر کړی دی.

په دې ترڅ کې ۹۰۰۰ پوځي منسوبین، ۲۱۰۰ قاضیان او څارنولان او شاوخوا ۱۵۰۰ پولیس نیول شوي دي. ددې سربیره په لسگونو زره کسان په کودتا کې د لاس لرلو په تور له کاره گوښه کړای شوي دي.

جمهور رئیس اردوغان ویلي دي چې حکومت یې د ١٥ پوهنتونونو، ۹۳۴ ښوونځیو، د محصلینو د ۱۰۹ لیلیو، ۱۹ اتحادیو، ۳۵ طبي بنسټونو او څه دپاسه ۱۱۰۰ انجمنونو شتمنۍ ضبط کړې دي.

د نړیوالې عفوه سازمان څیړونکي اندرو گاردنر، د اسوشتیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې دوی د توقیف شویو کسانو سره د وهلو ټکولو په گډون د حکومت له لورې د بد چلند اسناد ترلاسه کړي دي.

اکثر خبریالن او د پوهنتون استادان چې په دې لیست کې شامل دي یا د اردوغان د حکونت منتقدین او یا هم د فتح الله گولن په مشرۍ غورځنگ پلویان دي.

د ترکیې حکومت په هیواد کې درې میاشتنۍ بېړنی حالت اعلان کړی او تر اوسه یې د پوځ، قضا او نورو موسسو څه دپاسه ١٣٠٠٠ کسان توقیف کړي دي.

د ترکیې د انرژۍ وزیر برات البیراک چې د اردوغان زوم دی، ویلي دي چې حکومت د کودتاچیانو ځپلو ته هوډمن دی، خو پوره هڅه کوي هغوی چې په دې توطیعې کې لاس نه لري ورته زیان ونه رسیږي.