شاته

نړیوال مارکیټ کې د تېلو بیعې په ښکته تللي، پاکستان کې یې هم د ارزانولو سپارښتنه شوې

په نړیوال مارکیټ کې دتېرو دریوؤ میاشتو راپدیخوا دتیلو بیعې تر ټولو ښکته تللي دي چې تر دې وروسته دپاکستان پبلک اکاونټس کمیټۍ هم دپاکستان دننه دتیلو دبیعو راغورځولو سپارښتنه کړې ده.

په ډاڼ ورځپاڼه کې د رایټرز خبري شبکې دخپور شوي رپورټ له مخې دستمبر د ډيلیورۍ لپاره دبرینټ دیو بیرل بیعه 2.99ډالره یا 2.99فیصدي غورځېدلې اؤ 99.78 ډالرو ته راغلې ده.

همداشان د ډبیلیو ټي ایي دخامو تیلو نرخ 3.19 ډالره یا 3.2 غورځېدلې اؤ 96.31 ډالرو ته راغلی دی

د رپورټ له مخې د برینټ په بیعه کې د9 فیصدي اؤ د ډبلیو ټي‌ ایي په بیعه کې د8 فیصدي کمي وروسته ددې نرخونه د11 اپریل نه راپدیخوا تر ټولو ښکته کچې ته راغلي دي.

په نړیوال مارکیټ کې دتیلو دبیعو غورځېدو سره سم دپاکستان دپبلک اکاونټس کمیټۍ په غونډه کې ددغه کمیټۍ مشر نورعالم خان دپاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې دتیلو نرخونه باید په ښکته راولي.

دکمیټۍ چئیرمین ویلي په نړیوال مارکیټ کې دتیلو بیعې په دویم کرت په واضحه ډول په ښکته راغلي دي خو پاکستان کې حکومت د تیلو دبیعو راکمولو پځائ دا نورې هم پورته کړې دي.

هغه دخزانې په وزارت،په پیټرولیم ډویژن اؤ حکومت غږ کړی دی چې په نړیوال مارکیټ کې دتیلو له بیعو راغورځیدو وروسته باید ولس ته اسانتیا ورکړي اؤ دتیلو بیعې راوغورځوي.

پاکستان کې د 27 مئ راهسې د تيلو بیعې د يو ليټر په سر نزدې 100 روپۍ زیاتې کړل شوې دي.

پاکستان کې چې د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو حکومت جوړ شوی، دې حکومت د مئ د مياشتې نه د تيلو قيمتونه سېوا کول پېل کړي دي.

په لومړي ځل په 27 مئ یو لیټر پټرول 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او ورپسې یې په وړومبي جولایي 14 روپۍ 82 پېسې نور ګران کړي دي، دغه ډول ډيزل او نور تېل هم ګران کړی شوي دي.

پاکستان کې دا وخت تر ټولو ګران ډيزل يو ليټر په 276 روپۍ 54 پېسې دي.