شاته

خپلې وېپ پاڼې د مواد لېرې کولو په اړه ټوېټر د هند د خواست مخالفت کړی

ټوېټر د هندوستان د دې ګام په ضد مقدمه شروع کړې ده چې د سماجي رابطو وېب پاڼه دې خپل ځېني مواد لېرې کړي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د ټوېټر مقدمې پام د ناقدینو دې خبرې ته اړولی دی چې د وزیراعظم نرندره مودي حکومت کوښښ کوي د حکومت مخالف مواد د انټرنېټ نه لېرې شي.

د رپورټ ترمخه، د هند حکومت د سوشل مېډیا په اړه ګامونه د انفارمېشن ټېکنالوجۍ په اړه د هغو سختو قوانینو دلاندې اخلي چې تېر کال جوړ شوي او حکومتي چارواکو ته اختیار ورکوي چې د سوشل ميډیا کمپنو ته امر وکړي چې په وېب پاڼو پوسټونو ته د خلکو لاس رسي ودروي.

د وي او ای رپورټ وايي ټوېټر د خپلې مقدمې په باره کې څه نه دي ویلي خو د هندوستان مطبوعاتي ادارو په خپلو رپورټونو کې ويلي چې ټوېټر غوښتنه کړې چې د خپلې وېب پاڼې نه د موادو لېرې کولو دپاره د هندي حکومت د امر تحقیقات دې وکړي.

ټوېټر ویلي د هندي حکومت احکامات خود سره، د اختیاراتو نه تجاوز او غیرمتناسب دي.

ټوېټر خپله مقدمه د نهې، سه شنبې، په ورځ په بنګلورو ښار کې د کرناټکا های کورټ کې شروع کړې ده.

د ټوېټر د مقدمې نه وروسته د انفارمېشن ټېکنالوجۍ دپاره د هندوستان نایب وزیر راجیو چندرا سېکر وویل که څه هم یوه کمپني د عدالتي تحقیقاتو غوښتنه کولی شي خو دوی پابند دي چې د ملک په قوانینو عمل هم وکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه دا لومړۍ مقدمه ده چې د سوشل ميډیا کمپنۍ د هندوستان د تېرکال د قانون خلاف شروع کړې ده.

د دغه قانون دلاندې د هندوستان حکومت سوشل ميډیا کمپنو ته امر کولی شي چې داسې وډیو یا پوسټونه لېرې کړي چې نفرت انګیزوي، د چا د بدنامولو کوښښ پکې شوی وي او یا د ملک امنیت ته ګواښ راولاړوي.

په نوي دلي کې د انټرنېټ فریډم فاونډېشن نومې ادارې پريتک واګری وايي د ټوېټر مقدمه اهمه ده او د دې نتیجه کې ممکنه ده چې په هندوستان کې د رای او د انټرنېټ د ازادۍ په اړه مثالونه قایم شي.

د امریکې لومین ادارې د معلوماتو په حواله چې په انټرنېټ د عدالتي شکایاتو او د موادو د لېري کولو دپاره د خواستونو څارنه کوي، واګری وویل په تېر یو کال کې چې د کومو خلکو د پوسټونو د لېرې کېدو غوښتنې شوې دي، په دغو خلکو کې زیاتره سیاستدانان او صحافیان دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ټوېټر نه چې د کوم مواد د لېرې کولو غوښتنه شوي په هغې کې تېر کال د کروندګرو د احتجاج او تېر کال د کرونا په اړه د حکومت د تګلارې په باره کې ټوېټونه شامل دي.

که سوشل ميډیا کمپنۍ د حکومتي احکامات پابندي نه کوي نو د چارواکي په ضد یې د مجرمانه قوانینو دلاندې اقدامات کېدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د ای ټي په اړه د هندوستان نویو قوانینو په یو داسې هېواد کې د انټرنېټ د ازادۍ په اړه تشویش راپارولی دی چې سوشل میډیا پکې په مېلینونو صارفین او ټوېټر پکې د ۲۴ مېلین نه زیات استعمالوونکي لري.

حکومت د خپلو قوانینو په دفاع کي وایي د دې مقصد په انټرنېټ د غلطو معلوماتو مخه نیول او د سوشل ميډیا کمپنو احتساب کول دي خو ناقدین تشویش څرګندوي وايي په هندوستان کې په انټرنېټ او د انټرنېټ نه بهر د مخالفو غږونو په زغم کې کمی شوی دی.

د شفافیت په اړه ټوېټر تېر کال د جنورۍ په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل هندوستان په هغو پېنځو ملکونو کې شامل دی چې د مواد د لېرې کولو تر ټولو زیاتې غوښتنې یې کړي. د هندوستان نه پس جاپان، روس، ترکي او جنوبي کوریا ټوېټر ته د موادو د لېرې کولو غوښتنې کړي دي.

په واشنګټن کې فريډم هاوس نومې د څېړنې ادارې د کال ۲۰۲۱ خپل رپورټ کې ویلي په هندوستان کې پرله پسې په څلورم کال د انټرنېټ ازادي کمزوري شوي ده.

د وي او ای رپورټ وايي د ټوېټر او د هندوستان حکومت ترمنځ د دې نه مخکې هم لانجه شوي ده. تېر کال د می په میاشت کې ټوېټر د رای د ازادۍ په اړه پس له هغې تشویش څرګند کړو چې پولیس په نوي دلي کې د ټوېټر دفتر ته ورغلي وو او کمپنۍ ته یې نوټس ورکړو.

تېر کال د جون په میاشت کې د هندوستان په اتر پردېش ریاست کې د ټوېټر اعلا چارواکي پولیس طلب کړي و ځکه چې ټوېټر هغه وډیو نه و لېرې کړی چې پکې په مبینه توګه فرقه اییز تشدد ښودل کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات نوي دلي نه د وي او ای خبریالې انجانا پاسريشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي