شاته

امریکا: یو ملک هم طالبان په تسلیمولو غور نه کوي

یو امریکايي سفارتکار ویلي یو ملک هم د افغانستان واک من طالبان د تسلیمولو په اړه څه غور نه کوي.

د جنوبي او مرکزي اېشیا چارو دپاره د امریکې اسسټنټ سېکرېټري اف سټېټ ډانلډ لوو وي او ای سره مرکه کې وویل که څه هم ځېنو ملکونه په ورو ورو طالبانو سره تعلقات معمول ته د راوستلو عمل شروع کړی دی خو هېڅ هم د رسمي مشروعیت خبره نه کوي.

امریکايي سفارتکار وویل د مشروعیت په ځای په نړیواله کچه د طالبانو سره د رابطې په دې غرض کولی شي چې د ښځو او جینکو په برخه کې په افغانستان کې دننه حالات او امنیت ښه شي.

ډانلډ لوو وویل د افغان ولس دپاره حالات بهتر کولو په هدف امریکا د افغان چارواکو سره همکاري کوي چې د هغه په قول نه یوازې د افغانان دپاره حالات ښه شي بلکې په سیمه کې ثبات هم قایم شي. په افغانستان د بیا واک ترلاسه کولو وروسته نړیوالې ټولنې په طالبان اقتصادي بندیزونه لګولي دي. نړیواله ټولنه غوښتنه کوي چې طالبان دې ښځو ته په ټولنیز ژوند کې برخه ورکړي او د جینکو په تعلیم پابندۍ دې ختمي کړي.

د طالبانو په موقتي کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري چې نړیوالې ټولنې پې تشویش څرګند کړی دی.

ډانلډ لووو وویل "زمونږ ټولو دپاره دا ضروري ده چې همکاري وکړو چې طالبان په مثبته لار راواړوو. هغه ټينګار وکړو چې طالب اوس د حکومت چلولو ته توجه وکړي."

لوو وویل په تېرو شلو کلونو کې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې کومه سرمایه کاري کړې ده هم دا به د افغانستان د اینده ټاکنه کوي.

امریکايي سفارتکار زیاته کړه چې طالبان په افغانانو خپله خوښه نشي ورتپلی. هغه وویل افغانان د ژوند ځینو ازادیو او د اقتصاد سره د ژوند یو معیار سره بلد شوي دي او د اینده په اړه د طالبانو تګلاره په جوړولو کې به د افغانان غوښتنې مرسته کوي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبان د مېرمنو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او افغان دستور سره سمون خوري خو په نورو اسلامي ملکونو کې عالمان د طالبانو دریځ سره اتفاق نه لري. تېره هفته په کابل کې د یوې غونډې په مهال د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده وویل ملک به د شریعت مطابق چلوي او څه مفاهمت به نه کوي.

د لوی اختر په مناسبت پېغام کې چې طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپور کړو، ملا هېبت الله وویل نور ملکونه د افغانستان په اسلامي حکومت کې مداخلت کوي.

د طالبانو مشر وویل د ټولو افغانانو او د ښځو د حقونو تحفظ به د شریعت سره سم کوي.

هغه وویل د امریکې په شمول د ټولې نړۍ سره ښه سفارتي، سیاسي او اقتصادي تعلقات غواړي.

د پاکستان او چین په شمول سیمه اییزو ملکونو په افغانستان کې خپله سفارتي موجودګي برقرار ساتلې ده خو د وي او ای رپورټ وايي دغه ملکونه هم د طالبانو نه غوښتنه کوي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، په ښځو قدغونونه دې لرې کړي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په یوه خبري غونډه کې ویلي امید کوي چې افغانستان په باثباته وي، معتدله تګلاره به خپله کړي او د نړیوالې ټولنې توقعات به پوره کړي.

د وي او ای سره مرکه کې ډانلډ لوو وویل د مرکزي اېشیايي ملکونو سره افغانستان نه د خطر په اړه خبرې کوي او د طالبانو سره په دې اړه رابطو کې هم مرسته کوي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د داعش وسله والې ډلې د یو شمېر حمله ذمه واري منلې ده.
لوو وویل امریکا، د مرکزي اېشیا حکومتونو او نورو همکارانو طالبانو سره خبرې کولی شي چې د داعش د خطر څنګه مخنیوی کېدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د اختر په خپل پېغام کې د طالبانو مشر د افغانستان ګاونډیانو او په پراخه کچه نړۍ ته ډاډ ورکړو هېڅ چا ته به اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف استعمال کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای ازبک څانګې خبریالې نوبهار اماموه د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي