شاته

پاکستان کې دپشکال د بارانونو له امله 77 کسان مړه شوي دي

دپاکستان دچاپېریال ساتنې مرکزي وزیرې شیري رحمان پخلی کړی چې هیواد کې دپشکال دبارانونو له امله تر دې مهاله 77 کسان مړه شوي دي.

د شورو په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې شيري رحمان ویلي دا مهال هیواد یو خوا دپشکال بارانونو سره مخ دی اؤ بلخوا دموسمیاتي بدلونونو څخه اغېزمن کیږي.

هغې ویلي دپشکال بارانونو کې تر ټولو زیاتې مړینې بلوچستان کې شوې دي چې شمیره یې 37 ده.

دشیري رحمان وینا وه دا هرڅه دګلوبل وارمنګ یا د نړیوالې تودوخي له امله کیږي، د زیات تاؤ له امله په ځنګلونو د اور لګیدنې پېښې سیوا شوې دي،اؤ دبارانونو له امله ډیمونه هم راډک شوي دي.

هغې ویلي په کشمیر کې 49 فیصده،بلوچستان کې 274 فیصده اؤ سیند کې 262 زیات بارانونه شوي دي اؤ که چرې دبارانونو په اړه د ادارو لخوا د وړاندې نه ورکړل شوی خبرداری په سنجیده توګه اخستل شوی ؤ نو کیدای شي بیا دومره په لویه کچه مړینې نه وې شوې .

دا په داسې حال کې ده چې رپورټونه وایي د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې دپشکال بارانونو په لویه کچه خلکو ته تباهي ور اوړولې ده اؤ دګڼ شمیر انسانانو دمړینې ترڅنګ دغه بارانونو کې دخلکو کورونه ړنګ شوي اؤ سامانونه یې اوبو لاهو کړي دي

د وي او ای ډيوه دخبریال احسان محمد خان د رپورټ ترمخه په ګلګت بلتستان کې هم د سېلابونو او د زمکې د خاورینو کمرونو راښویدو له امله د دوو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او درې نور لادرکه دي.

د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د این ډي ایم ای ډایریکټر جنرل کمال قمر وویل، سیلابونو د غذر ضلعې شته واله دره کې 60 کورونه زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او NDMA د سیمې اغیزمنو خلکو ته مرستې او سرپناه چمتو کوي.

بلخوا په ګلګت او هنزه سیمو کې خلکو د فعالانو د خوشې کولو او د ګلګت بلستان نه بهر خلکو ته د معدنياتو او کانونو د لايسنسونو د ورکولو په ضد د احتجاج له امله سړکونه بند کړي دي.

په جنوبي وزيرستان کې هم د سيلاب له امله د زيانونو راپورونه دي چرته چې د راپورونو له مخې په سيلابونو کې درې کسان وژل شوي دي.