شاته

یوکریني مامورین وايي د روس په بمبارۍ کې پېنځه ملکي کسان وژل شوي دي

د يوکرېن د مشرقی دونڅک صوبې ګورنر پاولو کيريلېنکو په ټېلګرام خپل يو پېغام کې ويلي د روس لخوا دغه بمباري د شورو په ورځ‌ د دونڅک په يو شمېر برخو کې شوې ده

نوموړي خبرداری کړی، "د هرجرم سزا به ورکول کېږي"

د سلو ويانڅک ښار ميېر وديم لياخ ويلي د روس پوځونو په دغه ښار د نهې په ورځ " درنه بمباري کړې"

ښار وال لياخ د يوکرېن په سرکاري ټېلي وژن پخپله لومړۍ مرکه کې ځآيي‌ اولس ته د تښتېدلو امر کړی و، خو څو ساعته وروسته يې خپله خبره بدله کړه او د دغه ښار اولس ته يې خوندي مرکزونو يا شېلټر سنټرز کې د پناه اخستلو ووېل،
د روس د حملې نه وړاندې د سلو ويانڅک ښار آبادي يولاک اوه زره وګړي وه.

د روس پوځ روانه اونۍ د لوخانڅک صوبې واک ترلاسه کړی او په ورسره څېرمه د دونڅک صوبې سلو ويانڅک اوبخ موت ښارونو د نيولو د پاره يې هم دغلته بمبارۍ له زور ورکړی.

د روس د دفاع وزير سرګی شو ايګو د نهې په ورځ ويلي د يوکرېن جنګ به ترهغې جاري وي تر څو د صدر پوټن لخوا ټاکل شوي اهداف نه وي ترلاسه شوي .

نوموړي زياته کړه په دې وخت کې د ماسکو ترټولو لومړۍ ترجيج دا د ه چې د خپلو پوځونو د ژوند او صحت خيال اوساتي او ورسره د عامو خلکو امنيت ته ورپېښې خطرې ختمې کړي.

د جنګ په شروع کې روس هڅې کولې چې د يوکرېن د صدر ولادي مير ذېلنسکي د حکومت تخته نسکوره کړي او يا پايه تخت کېوف قبضه کړي خو په دغه دواړو کې د ناکامۍ وروسته روس د يوکرېن مشرقي سيمه دونباس نيولو ته پام اړولی چې پکې لوخانڅک او دونېڅک صوبې شامې دي.