شاته

‎په پاکستان کې د خبريالانو د پاره مرګونې اوونۍ

تېره اوونۍ په پاکستان کې نامعلومه حمله کوونکو دوه خبريالان وژلي، يو مشر خبريال يې وهلی ټکولی، يو خبريال چې په يو ټيوب يې سياسي بحث لرلو نيولی دی او د دې تر څنګ په حکومت نيوکې کېږي چې په سياسي مخالفينو او د نظر په اختلاف لرنکو یې سختي سېوا کړې ده.

‎په خبريالانو د حملو پيل د جولاي د وړومبۍ نېټې نه وشو کله چې په سند کې د سندهي ژبې د مجلې کارکونکی اشتياق سودهارو په ډزو ووژل شو. د وژل شوي خبريال ښځې د علاقې يو پوليس افسر په دې تورن کړی او ويلي يې دي د هغې خاوند د وژلو حکم ياد پوليس افسر ورکړی و. د وژنې وجه يې نه ده معلومه شوې.

يوه ورځ وروستو خبریال افتخار احمد چې په اردو ورځپاڼه ايکسپرېس کې يې کار کولو د نامعلومه خلکو لخوا په پښتونخوا کې هغه وخت په ډزو ووژل شو چې د کور نه دفتر ته په لاره و.

پوليس وايي پلټنې يې پيل کړي چې د قتل په شا څوک دي.

انټرنيشنل فيډريشن اف جرنلېسټس د وژنو غندنه کړې او د پاکستاني حکومت نه يې غوښتنه کړې چې د ملک د ايين مطابق خبريالانو ته تحفظ ورکړي او اظهار ازادي يقيني کړي.

‎په يو بيان کې اي ايف جی ويلي “د پاکستان حکومت دې داسې کوټلي ګامونه پورته کړي چې د خبريالانو ژوند او د کار ازادي د قانون سره سم خوندي وساتل شي او بې د څه ويرې خپل کار وکړی شي”.

د جمعې په ورځ مشر خبريال اياز امير په لاهور کې حمله کونکو چې مخونه يې پټ وو وهلی ټکولی. اياز امير په دنيا ټي وي د خپل پروګرام د ختمېدو وروستو کور ته روان و چې ګاډی يې په لار کې ودرول شو.

دوه اويا کلن خبريال د پېښې وروستو ميډيا ته وويل چې حمله کونکو د ده مخ په سوکونو ووهلو او د دفتر په خوا کې په مصروفه سړک يې د ګاډي نه بهر راکښلو.

اياز امير وويل حمله کونکو د ده جامې هم وشلولې او د ده او د ډرايور سېل فونونه يې هم د ځان سره ووړل. د پېښې ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

د حملې نه يوه ورځ وړاندې اياز امير يو سيمنار ته په خپله وينا کې د شهباز شريف په حکومت او طاقتور پوځ په سياست کې د لاس وهنې په سر نيوکې کړې وې.

سيمنار چې مقامي وکيلانو جوړ کړی و ته پخواني وزير اعظم عمران خان هم وينا کړې وه.

وزير اعظم شهباز شريف د پېښې غندنه کړې او د پنجاب چارواکو ته يې امر کړی چې د دې پلټنې وکړي او ذمه واران دې د قانون پنجو ته راوړي.

په يوه بله پېښه کې پوليس د ټي وي کوربه عمران رياض خان په اسلام اباد کې نيولی او د هغه وکيل وايي په ياد خبريال د غدارۍ مقدمه ده.

په يو ټيوب د عمرا رياض د درې ميلين نه زيات سبزکرايبرز دي او ياد خبريال په خپلو بحثونو کې په پوځ نيکې کولې چې ولې په سياست کې لاس وهنه کوي.

پخواني وزير اعظم عمران خان د پېښې غندنه کړې او بل خوا پوليس د ډېرو خبريالانو خلاف د مجرمانه سازشونو کولو په سر مقدمې درج کړي. د شهباز شريف حکومت د خبريالانو خلاف د کريک ډاون نه انکار کړی.

د پاکستان د اليکټرانک ميډيا ريګوليشن اتارټي لخوا هم پرنټ او اليکټرانک ميډيا ادارو ته خبرداری ورکړی چې د ملک د ادارو په خاصه توګه د عدالت او پوځ خلاف دې مواد نه چاپوي او نه خوروي.

پاکستان د خبريالانو د پاره پاکستان د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې شامل ګڼل کېږي.