شاته

شمالي وزیرستان:وسله والو سره نښته کې یو پوځي وژل شوی،بل ژوبل دی

چارواکي وایي د افغانستان سره په پوله پرته دخېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریک کړو مالوماتو کې ویلي، ترهګرو سره نښته دشمالي وزیرستان میرعلي تحصیل هرمز سیمه کې شوې. او د ډزو په تبادله کې د صوابۍ سیمې سره تړاو لرونکی سپاهي وحید وژل شوی او د مردان سیمې یو بل سپاهي فرقان ژوبل شوی.

سرچینو ویلي تر برید وروسته وژل شوی او ټپي عسکر بنو سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي او په علاقه کې د لټون عملیات پیل کړی شوي.

د پاکستان پوځ په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو د علاقې حکومتي چارواکي یې تاید کوي.

د میر علي تاڼې چارواکي وایي په علاقه کې یې د امنیتي ځواکونو سره شریکې پلټنې پیل کړي تر دې مهاله ددې پیښې ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې.

په دې تیرو دوؤ ورځو کې دا څلورم برید دې چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې په امنیتي عسکرو ترسره کیږي.

پرون د سه شنبې په ورځ ( 5 جولایي) ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ډیوټۍ پرمهال د ټرېفک پولیس دوه اهلکار د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي وو. او تر دې پیښې یوه ورځ وړاندې د ګل/ دوشنبې په ورځ په څلورمه جولايي په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی ؤ بیا په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي وو.

دا پېښې په داسې حال کې کیږي چې تحریک طالبان پاکستان په وړوکي اختر کې ډز بندي کړې او په وروستيو کې يې ويلي وو چې د بل اعلان پورې به ډز بندي روانه وي.

دپاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي او تیره ورځ د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړې او ددغه عمل د څار دپاره يې پارلیماني کمېټي جوړه کړې او ویل شوي دغه خبرې به د پاکستان د ايين په چوکاټ کې کيږي.

خو ټي ټي پي تیره اوونۍ پخپل وروستي بیان کې په زغرده اعلان کړی ؤ چې هیڅکله دپاکستان هغه خودساخته ایین نه مني چې له مخې یې الهي شریعت تر اوسه قانون نه دی ګرځیدلی اؤ‌ د انسانانو رایې پکې دقانون جوړولو لپاره مهمه ګڼل کیږي.

په [28 جون] د ټي ټي پي د مشر ابو منصور چې په نور ولي مسيد پېژندل کيږي، یوه ويډیو مخې ته راغلې وه او هغه پکې ویلي وو د پاکستان د حکومت سره يې خبرې روانې دي، چې د پاکستان د حکومت د طرفه ددغو خبرو مشري د ايي ایس ايي پخوانی مشر د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد کوي، خو په دغو مذاکراتو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

له دغې وړاندې د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ويلي وو، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.

څیړنکي وایي دا اوسني بریدونه ښایي دغلته يوازې ټي ټي پي قوت نه دی دلته په سیمه کې نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي او هغه د دې خبرو د عمل نه بهر دي چې له وجې یې دې مذاکراتو سره به امن په ځائ نه شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.