شاته

په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو لسګونه کسان مړه کړي

په پاکستان کې چارواکي وايي چې د پشکال بارانونو له کبله لږ تر لږه ۷۷ کسان مړه شوي دي، یو شمېر زخمیان دي او لسګونه کورونه هم خراب شوي دي.

په پاکستان کې له څو ورځو راهېسې په بېلابېلو برخو کې بارانونه شوي دي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د پاکستان د چاپېریال ساتنې د وزیرې شیري رحمان له خولې لیکلي دي چې پاکستان د پشکال بارانونو تر څنګ د اقلیم بدلون له ستونزو سره هم مخامخ دی. هغې په اسلام اباد کې خبریالانو ته تر دې دمه د ۷۷ کسانو مړینه تائید کړه.

نوموړې وویل چې تر ټولو ډېر باران د بلوچستان په ایالت کې شوی چې تر نورو سیمو زیات ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د بارانونو له کبله په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راوتلي دي او چارواکي وايي چې ځینې خلک ورک دي او لټون یې روان دی. چارواکي اندېښنه ښيي چې ممکن د تلفاتو شمېر زیات وي.

په پاکستان کې هر کال د موسمي بارانونو له کبله یو شمېر کسان مري او نور مالي زیانونه هم خلکو ته اوړي.