شاته

د اوباما ناسکه ورور وايي په انتخاباتو کې ټرمپ ته رای ورکوي

د ولسمشر اوباما ناسکه ورور ملک اوباما وايي چې د نومبر په میاشت کې به ډونالډ ټرمپ ته رای ورکړي.

هغه د نیویارک پوست سره په یوې مرکې کې ویلي دي چې د جمهوري غوښتونکو کاندید یې خوښ دی ځکه هغه د زړه خبرې کوي او شعار یې چې وايي ،،د امریکا څخه به یو ستر هیواد جوړ کړي،، ډير ښه شعار دی.

ملک اوباما د ولسمشر اوباما او پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلینټن پر ځینو پریکړو باندې نیوکه کوي په خاصه توګه هغه پریکړه یې چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د لیبیا مشر قذافي د واک څخه راوپرځوی.

هغه وايي چې په لیبیا کې د قذافي حذفولو حالات ښه نکړل. ،،زما ورور او د باندنیو چارو وزیرې په دې برخه کې زه مایوسه کړم.،،

ټاکل شوې چې د باندنیو چارو وزیره هلیري کلینټن د دوشنبې په ورځ د پنسلوینیا ایالت د فیلادیلفیا په ښار کې د ډموکرات ګوند نوماندي رسماْ قبوله کړي.

ولسمشر اوباما به په دې کانونسیون کې د میرمن کلینټن څخه ملاتړ وکړي.

په یوې بلې مرکې کې چې د رویټرس خبري آژانس سره یې کړې ، ملک اوباما ویلي دي چې امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ باندې د ډونالډ ټرمپ دریځ حتی دده په شان مسلمانانو دپاره لا د درک وړ دی. هغه وايي چې ،،زه په خپله مسلمان یم خو دا په دې معنی نه ده چې خلګ به راولاړیږي او د اسلام په نامه به نور خلګ وژني.،،

ولسمشر اوباما ۷ ناسکه ورونه او خویندي لري. ملک تر اوباما ۳ کاله مشر دی او د بارک اوباما د پلار د لومړۍ میرمنې زوی دی.

په خپله ملک یو وخت ولسمشر اوباما ته ډیر نږدې و او د هغه د واده په مراسمو کې،، شاه بالا،، هم و چې هغه کس ته ویل کېږي چې زوم ته ډير نږدې وي.

ملک نیویارک پوست ته ویلي چې ورور یې په ۲۰۱۳ کال کې کله چې نوموړي ځان د کینیا د سایا د سیمې د ولایت دپاره کاندید کړی و، د هغه سره هیڅ مرسته ونکړه.

ملک اوس د کینیا په ختیځ کې د کوګیلو په کلي کې اوسیږي خو په میرلینډ ایالت کې د رای ورکولو دپاره راجستر دی. هغه امریکايي تابعیت لري او په مریلنډ کې یې زیات شمیر کلونه ژوند کړی دی.

هغه وايي چې په نومبر کې به امریکا ته راستون شي چې په انتخاباتو کې خپله رایه واچوي.