شاته

ترکیې د امریکاغږ او دویچه‌ویلې خپرونې بندې کړې 

ترکیې د پنجشنبې په ورځ ناوخته جون ۳۰ (چنګاښ ۹) اعلان وکړ چې د امریکا غږ او دویچه‌ویلې د ترکي ژبې خپرونې یې ددې هیواد د رسنیو د مقرراتو د تنظیم له ادارې څخه د جواز نه اخیستلو په وجه بندې کړې دي.

د ترکیې د رادیو او تلویزیون عالي شورا RTUK د فبرورۍ په میاشت کې نړیوالو رسنیو له هغې جملې څخه امریکاغږ او دویچه‌ویلې ته سپارښتنه کړې وه چې د خپرونو جواز ترلاسه کړي او که نه خپرونې به یې بندې شي.

خو دغو دوو رسنیو ویلي چې په ترکیه کې د رسنیو د مقراراتو د تنظیم ادارې جواز د هغوي خپلواکي نقض کوي او انقرې ته اجازه ورکوي چې د هغوی محتوا سانسور کړي.

د ترکیې د رادیو تلویزیون د عالي شورا مرستیال ابراهیم اسلو، د سانسور په اړه انتقادونه رد کړل او ویې ویل چې دغه تصمیم "د سانسور پورې اړه نلري بلکې د تخنیکي اقداماتو یوه برخه ده."

د ترکیې د رادیو تلویزیون د شورا د مدیره هیت یو غړي ایلهان تاشي چې د جواز د صادرولو سخت منتقد دی په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د محکمې د تصمیم په اساس ددغو دوو رسنیو خپرونو ته لاسرسی بند شوی دی.

هغه وویل: "دویچه ویلې او امریکاغږ ته لاسرسی چې د جواز اخیستلو درخواست یې نه و کړی د انقرې د سولې د جنایي محکمې له خوا د ترکیې د رادیو او تلویزیون د عالي شورا د مدیره هیت په غوښتنه بند شوی دی."

تاشي چې د ترکیې د دولت د مخالف ګوند غړی دی په کنایه ویلي دي: "دا ستاسې د مطبوعاتو ازادي او پرمختللې دموکراسي ده!"

د فبرورۍ د میاشتې د جواز د ورکولو تصمیم د هغو مقرراتو په اساس و چې د ۲۰۱۹ کال په اګست کې پلي شو. هغه وخت د رسنیو د ازادۍ څو ملاتړو د احتمالي سانسور په اړه خپلې اندیښنې مطرح کړې ځکه دغه مقررات د ترکیې د رادیو او تلویزیون د عالي شورا ته د ټولې آنلاین محتوا د کنترول واک ورکوي.

دا مقررات دغې شورا ته اجازه ورکوي چې د شورا له اوصولو څخه د رسنیو د نه پیروۍ په صورت کې رسنۍ جریمه کړي، د دریو میاشتو لپاره یې خپرونې تعلیق کړي او یا یي جوازونه لغو کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو اداره چې د امریکاغږ څارنه کوي تر اوسه پدې هکله غبرګون ندی ښودلی. خو د امریکاغږ یو ویاند د فبرورۍ په میاشت کې تائید کړل چې د ترکیې د رادیو او تلویزیون د عالي شورا له درخواست نه خبر دي.

بریجت سرچک ویلي چې: "د امریکاغږ پدې باور ده چې د خبري رسنیو د چوپ کولو لپاره د دولت هر ډول هڅه د مطبوعاتو د ازادۍ او د ټولو دموکراتیکو ټولنو د یو اصلي ارزښت څخه سرغړونه ده."

هغې زیاته کړې: "پّ هغه صورت کې چې د ترکیې دولت په رسمي توګه زمونږ ویبپاڼې بندې کړي د امریکاغږ به ټوله هڅه وکړي تر څو مطمین شي چې ترکي ژبي مخاطبین یې د ټولو موجودو لارو چارو نه په استفادې ازاد انټرنیټ ته لاسرسی ولري."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د فبرورۍ په میاشت کې په نویو قوانینو انتقاد وکړ او په ټینګار سره یې وویل چې "ازادې رسنۍ یوې غښتلې دموکراسۍ ته اړینې دي".

ترکیه د رسنیو د ازادۍ په اړه ښه تاریخ نلري او د رسنیو د ازادۍ په نړیوال جدول کې د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې ۱۴۹ دی.

د حقونو مدافعین وایي چې د ترکیې دغه اقدام د خپلو دوو لویدیځو متحدینو امریکا او جرمني سره په اړیکو کې د لوی کړکیچ سبب کیدای شي.