شاته

جنوبي وزيرستان: په وسله وال بريد کې يو پوليس افسر او په ځوابي ډزو کې يو ترهګر هم وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسله والو په ډزو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو [سي ټي ډي] يو افسر [اېس اېچ او] وژلی دی. او په ځوابي کارروایۍ کې د یو ترهګر د وژلو او بل د نیولو دعوه هم شوې ده.

د جنوبي وزیرستان پولیس دا پیښه تاید کړې او ویلي دا پېښه د زیارت/ پنجشنبې په ماښام د اعظم ورسک پولیسو تاڼې په حدودو کې شوې ده.

د اعظم ورسک تاڼې چارواکو وي او اې ډیوه ته وویل وژل شوی افسر سب انسپکټر موسی خان سلیمان خېل په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ ضد پوليسو څانګې افسر وو او دوی ته په علاقه کې د ترهګرو پټ مالومات ترلاسه شوي او د هغو د پاره یې ناکه لګولې وه.

د هغوی په وینا په دوه موټر سایکلو کسان راغلي او په دوی یې ناتاره ډزې کړي چې پکې د نامالومه ترهګرو په ډزو کې د ترهګرۍ پرضد د پولیسو افسر اېس اېچ او موسی خان په ځایې وژل شوی دی او د هغه سره یو بل پولیس عسکر رسول جان ټپي شوی دی.

د پوليس محرر حیات کنډي وي او اې ډيوه ته وويل دا د ترهګرۍ پېښه ده او مقدمه د ترهګرۍ ضد پولیسو ته لیږل شوې ده.

په سمدستي ډول د دې پښې زمه واري چا نه ده منلې.

خو ریډیو پاکستان په خپل رپورټ کې ویلي د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

په رپورټ کې د ترهګرو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.

په جنوبي وزیرستان کې د پوليس افسر د وژنې پېښه په داسې حال کې شوې چې تحریک طالبان پاکستان د بلې اعلامیې پورې د ډز بندۍ کولو ويلي دي، د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان دواړه مني چې خبرې يې هم ترمنځ روانې دي خو د دواړو فريقېنو لخوا په دې وخت کې د يو بل پرضد بيانونه هم مخې ته راځي.

په 28 جون د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید کې يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی وو.

د دغې پیښې وروسته په شمالي وزیرستان کې د پوځي ځواکونو مشر یا جي او سي میجر جنرل نعیم اختر په سیمه کې د پولیو په ټیم بريد په کلکه غندلی او ویلي یې وو چې د دښمن نه به په څو چنده زيات بدل واخلي.

په 16م جون په جنوبي وزیرستان واڼه سیمه کې د پولیس یو عسکر په وسله وال برید کې وژل شوې وو.

جنوبي وزیرستان د افغانستان سره پوله لري او په کال 2007کې د مولوي نظیر په نوم وسله والو سره یوه لوظنامه لاس کړې چې دغلته به په پاکستان کې وسله وال بریدونه نه کوي.

ویل کیږي دغه ډله په افغانستان کې د اشرف غني حکومت پرخلاف بریدونو کولو ته زیاته لیواله وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.