شاته

پاکستان کې پټرول نور 14روپۍ 85  پېسې ګران کړی شوي

پاکستان کې د تیلو [پټرولو او ډيزلو سره د نورو تيلو] بيعې يو ځل بيا سېوا کړی شوي، يو ليټر پټرول 14 روپۍ او 85 پېسې او ډيزل 13 روپۍ او 23 ګران کړی شوي دي.

د دې ترڅنګ سره د خاورو تېل 18 روپۍ 83 پېسې او لايټ ډيزل 18 روپۍ او 68 پېسې ګران کړی شوي دي.

د خزانې وزارت ویلي، په نړيوال مارکيټ کې د پپټرولو د مصنوعاتو د قيمتونو او اېکسچېنج رېټ له امله حکومت په پټرولو د ليوي لګولو فېصله کړې ده.

د تيلو نوي قيمتونه نن د جمعې د ورځې [01 جولايۍ] نه عملي شوي دي.

د نوو قيمتونو ترمخه يو ليټر پټرول 248 روپۍ 74 پېسو، ډيزل 276 روپو 54 پېسو، د خاورو تېل 230 روپو 26 ته او لايټ ډيزل 226 روپو 15 ته رسېدلي دي.

د خزانې وزيرمفتاح اسماعيل ويلی، مخکني وزیراعظم عمران خان د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره لوظ کړی وو چې د پټروليم ډويلپمنټ ليوي په برخه کې به هره مياشت څلور، څلور روپۍ سېوا کوي.

هغه وويل خو چې کله د عمران خان پرضد د عدم اعتماد يا باورۍ تحريک وړاندې شو هغه د ايي اېم اېف سره کړې وعده ماته کړه. او اوس حکومت د نړيوالې مالیاتي ادارې سره د پور پروګرام بحاله کړی ځکه يې په تيلو ليوي سېوا کړه.

پاکستان کې د 27 مې راهسې د تيلو قيمتونه د يو ليټر په سر نزدې 100 روپۍ ګران کړی شو.

پاکستان کې چې د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو حکومت جوړ شوی، دې حکومت د مې د مياشتې نه د تيلو قيمتونه سېوا کول پېل کړي دي.

په لومړي ځل په 27 مې 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او اوس دا 14 روپۍ 82 پېسې نور ګران کړی شو، دا د پټرولو د يو ليټر بيعې دي، دغه ډول ډيزل او نور تېل هم ګران کړی شوي دي.

پاکستان کې دا وخت تر ټولو ګران ډيزل يو ليټر په 276 روپۍ 54 پېسې دي.

د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف يو مشر اسد عمر ويلي، د پټرولو ارزانولو او ګرانۍ ختمولو په وعده راغلي حکومت پټرول 99 روپۍ او ډيزل 133 روپۍ ګران کړه.

تحریک انصاف ګوند ويلي، په دوېمه جولايۍ اسلام اباد کې احتجاج کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​