شاته

امریکا او طالبانو موافقه کړې چې خبرې به دوامداره ساتي

امریکې او په افغانستان کې واکمنو طالبانو د قطر په پلازمينه دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [30 جون] پای ته رسولي دي. دا د امريکا او طالبانو ترمنځ د درېو مياشتو وروسته مخامخ خبرې شوي دي.

دغه خبرې د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي تومس وېسټ او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي په مشرۍ پلاوو ترمنځ ترسره شوي دي.

امریکې د مارچ په میاشت کې د طالبانو د حکومت لخوا د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په زده کړو د بندېز وروسته خبرې ودرولې وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي ویلي، په دوحه کې ترسره شوو خبرو کې د امریکا د سپينۍ ماڼۍ، خزانې وزارت او د امریکا د نړيوالې پرمختيا د پروګرام [يو اېس اې ايي ډي] لوړ پوړ استازو ګډون کړی دی.

هغه ويلي، په دغو خبرو کې د افغانستان د بېنک او ماليې وزارت لوړ پوړو مشرانو د امریکايي پلاوي سره په ګڼو مهمو سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې کړي دي.

بلخي د دغه ليدنې په اړه په ټويټر ويلي، امير خان متقي امريکايي پلاوي ته په افغانستان کې د نوي حکومت [طالبانو د حکومت] په راتګ سره د مثبتو بدلونونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړې، متقي په افغانستان کې د زلزله ځپلو دپاره د امریکا په 55 ملينه ډالرو مرستو ورکولو مننه وکړه او ټينګار يې وکړو چې د افغانستان تړل شوې شتمنۍ دې ازادې کړل شي.

هغه ويلي، متقي امریکايي پلاوي ته باور ورکړو چې د دوحې د تړون په ژمنه ولاړ دي او چاته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډي يا د نړۍ د هيوادونو پرضد استعمال شي.

بلخي ويلي، امریکايي استازي تومس ويسټ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې په شفافه توګه عمل ستايلی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې به د مسلح مخالفت ملاتړ نه کوي.

هغه زياته کړې په دغه ناسته کې د مخادره موادو د مخنيوي سره په نورو موضوعاتو خبرې شوي او په راتلونکې کې د دغه ډول ناستو په دوامداره ساتلو هوکړه وکړی شوه.

امریکايي انتظامې د دغه ناستې په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ويلي.

خو له دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو سره د سفارتي اړيکو بيا پېلولو دفاع کړې او ویلي يې وو، چې يواځې والی د امریکايي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرستندويه نه ګرځي.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت يو وياند وي او اې ته ويلي وو، د امریکايي صدر جوبايډن انتظاميه په افغانستان کې په امریکايي ګټو تمرکز کوي چې پکې بشري حقونه، د ترهګرۍ ضد مبارزه، اقتصادي ثبات، د جينکو دپاره سکولونه بيا پرانستل، او د امريکايانو سره کار کوونکو افغانانو په خوندي توګه ويستل شامل دي.

بل اړخ ته د واشنګټن پوسټ اخبار تازه خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د طالبانو له مشرتابه سره په داسې یوې منصوبې کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته رسايي پیدا کړي.

واشنګټن پوسټ په 28 جون باخبره امریکایي چارواکو په قول یو رپوټ کې ويلي وو چې د امریکا د دې کار مقصد، په افغانستان کې سخت بحران او د خلکو لوږې ته د حل لارې موندل ښودل شوی دی. رپوټ زیاتوي چې د طالبانو حکومت به پر دغو پیسو کنټرول ونلري.

د 2021 کال د اګست په میاشت کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د انخلا او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، امریکا په نړیوالو بنکونو کې د افغانستان بانک اووه اربه ډالره تړلي وو..

د طالبانو د واکمنیدو وروسته، افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ شوی دی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونشي، 97فیصده افغانان به له روان بشري حالته اغېزمن شي.