شاته

پاکستان د یورپي یونین د سختو شرطونو د توثیق نه انکار کړی

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان د يورپي اتحادیې لخوا د ايښودل شوؤ سختو شرطونو د توثیق کولو څخه انکار کړی دی، په دې شرطونو کې د کال 2024م لپاره د نوي جي اېس پي پلس د اسانې غځولو په اړه د مرګ سزا ختمول شامل دي.

څېړونکي وايي پاکستان لپاره د جي ایس پي پلس د اسانۍ غځولو په اړه د مرګ سزا ختمول وړه خبره ده خو که دا نوي شرطونه ومنل شول نو دا به افرادو ته د رياستي ځورونو خلاف د انصاف نړیوال عدالت ته د تګ حق ورکړي چې له کبله به یې هېواد د ستونزو سره مخ شي.

د پاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون د زيارت په ورځ د پاکستان د اقداماتو د ارزونې لپاره اسلام اباد ته راغلي د يورپي اتحادیې د جي اېىس پي پلس د څاروندوېه پلاوي ېا مشن سره ليدل کتل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا جارى شوي بېان کې ویل شوي چې ښاغلي بلاول بوټو زرداري د يورپي اتحادیې مشن ته باور ورکړی چې پاکستان به د جي ایس پي پلس په ورکړی شوؤ کنونشنونو د عمل کولو خپل لوظ پوره کوي.

جي ایس پي پلس د تجارتي او پرمختياي تګلارې يوه اله ده چې د کال 1971م راهیسې نافذ ده او پاکستان د تېرو 7 کلونو راهیسې د جي ایس پي پلس داسانۍ څخه په لویه کچه استفاده کوي.

ددې سکيم لاندې په اروپايي اتحاديه کې شاملو هېوادونو ته د پاکستان په برامد کېدونکو مصنوعاتو صفر ډيوټي ېا ټېکس لګول کېږي او اوس دا اساني کال 2023 دسمبر کې ختمېدونکې ده.

ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د سرچینو له قوله لیکي چې د يورپي اتحادیې پارلیمان د جي ایس پي پلس سکيم تر کال 2024م او اخوا د غځولو لپاره پاکستان ته اضافي کنونشنز هم تجويز کړي چې د نړیوال فوجدارى نظام د روم سټيټوټ او د رياست خلاف فرد ته د انصاف نړیوال عدالت ته د شکایت رسولو وړانديز او نور پکې شامل دي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړېکو دڅانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د مرګ په سزا بنديز لګول وړه خبره ده خو دا نور تجويز شوي کنونشنز د پاکستان لپاره ستونزمن کېدای شي.

هغه وايي د انصاف نړیوال عدالت او دنړیوالو سياسي حقونو په اړه چې کوم پروټوکولز دي نو په دې اړه کنونشنز د پاکستان لپاره لانجمن کېدای شي.

هغه وايي ددې په طريقه کار کې د رياستونو ترمنځ د شکایتونو اورونه کېږي خو په دې کې پاکستان ځنې کنونشنز لاسلیک کړي هم نه دي.

ښاغلی خورشید وايي ددې مطلب دادی چې په پاکستان کې يو فرد د رياست په اړه کوم شکایتونو لري نو هغه به دغه فرد نړیوال عدالت ته وړلی شي.

نوموړی زیاتوي په پاکستان کې هسې هم د بشري او سياسي حقونو غټې مسلې دي. خلک په زوره لا درکه کېږي که پاکستان دا اضافي کنونشنز لاسلیک کړي نو دا به عام خلک او مدني ټولنې ددې جوګه کړي چې هغوي د رياستي ادارو د ځورونو خلاف نړیوال فورمونو ته خپل شکایتونه يوړل شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې اسلام اباد د نوي پروټوکولز د منلو په اړه د استثناء ترلاسه کولو لپاره د يورپي اتحادیې سره د روابطو تېزولو پرېکړه کړې او وزیر اعظم شهباز شريف به لومړی په دې د هېواد د اړونده چارواکو سره هم خبرې کوي.

د بشري حقونو دغېر دولتي خپلواکه تنظیم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې زهره يوسف ډيوه سره خبرو کې وايي تر کال 2014م پورې د پاکستان حکومت د مرګ په سزا عارضي بندېز لګولی وو خو بیا وروسته هم دغه کال د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو د برېد وروسته دا بندېز پورته کړی شو.

هغه واىي په پاکستان کې د تېزندۍ په سزا عمل نه دی شوی خو دلته خلک هم د مرګ د سزا په حق کې دي.

د زهره یوسف په وینا يورپي اتحادیې د جي ایس پي پلس د اسانۍ په تړاو پاکستان ته 27 کنونشنز ورکړي وو چې په کې د بشري حقونو، مطبوعاتي ازادۍ او د خواري کښو مزدورانو د کار او حفاظت کنونشنز شامل دي.

خو دهغې په وینا پاکستان په دې په ځینو لا هم عمل درامد نه دی کړی او دا به د اسانۍ غځولو په لاره کې خنډ جوړېږې.

ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون ليکي چې د پاکستان د اټارني جنرل دفتر فکر کوي چې د مرګ د سزا توثیق کول قانوني او سياسي اغېزې لري.

هم دا ډول د اقتصادي چارو کارپوهه او د ایس ډي پي اي اېګزیګټيو ډاېریکټر عابد قيوم سلهري ډيوه ته وايي يورپي اتحاديه د پاکستان تر ټولو لويې تجارتي پارټنر دی.

هغه وايي د يورپي اتحادیې د جي ایس پي پلس سکيم یا اساني د پاکستان لپاره ډېره ګټه وره ده او ددې لاندې په يورپي اتحاد کې شاملو هېوادونو ته د پاکستان په برامداتو کم یا د نيشت برابر ډيوټي لګول کېږي او دا د پاکستان برامداتو ته وده ورکوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي پاکستاني چارواکي به دا معامله د پاکستان په سفر راغلي د يورپي اتحادیې د جي ایس پي پلس د مشن سره هم راپورته کوي