BBC
 شاته

د عراق دیاله کې موټر بمب برید لږ ترلږه '۱۷کسان وژلي'

Image copyright a

عراقي چارواکي وایي، په دیاله ولایت خالص ښار کې په یوه چاودنه کې لږ ترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي وایي، د خالص ښارګوټي کې چې د عراق پلازمېنې بغداد شمال ختیځ ته په ۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی، له چاودېدونکو توکو د ډک موټر چاودنه ډېره زوروه وه.

د روغتون چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، تمه کېږي چې ددې چاودنې د تلفاتو شمېره لوړه شي.

تراوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې په بغداد کې د تلاشۍ یوه پوسته کې د چاودنې مسوولیت ومانه. د یکشنبې ورځ په ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۲۰ کسان ووژل شول.

Image copyright EPA

په روانه میاشت کې داعش ډلې عراق کې پر ځینو سیمو کنټرول بایللی او په غبرګون کې یې ځانمرګو بریدونو ته مخه کړې.