شاته

ایران د خپلو وژل شویو ساینس پوهانو کورنیو ته د امریکا څخه ۴ ملیارده ډالر غرامت غواړي

په ایران کې یوې محکمې پنجشنبه جون ۲۳ (چنګاښ۲) امر کړی چې واشنګټن باید د هغو ایراني ساینس پوهانو کورنیو ته ۴ ملیارده ډالر ورکړي چې پدې تیرو څو کالونو کې ترور شوي.

د محکمې په حکم کې چې د ارنا خبري اژانس تر لاسه کړی راغلي چې د جنایي تحقیقاتو او اسرائیلي چارواکو د څرګندونو پر اساس "ښکاره ده چې دا جرمونه سیهونیستي رژیم کړي".

ایران په اسرائیل او متحده ایالاتو تور لګوي چې ددې هیواد د مهمو اشخاصو په ترور کې لاس لري چې تازه پیښه یې د محسن فخریزاده ترور و.

د ایران حکومت د فخریزاده په وژل کیدو کې د اسرایيل لاس درلودلو ادعا کړې ده. همداراز د ایران دولتي تلویزون هم د هغه د مړینې د خبر خپرولو پر مهال دغه برید کې د اسراییل لاس لرلو ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې اسراییل له کلونو راهیسې له فخریزاده سره دښمني درلوده.

فخریزاده د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې په تهران کې ووژل شو.

د محکمې په حکم کې ویل شوي چې متحده ایالات په "مستقیم او غیر مستقیم توګه د اسرائیل ملاتړ کوي نو له همدې کبله امریکا د دې ټولو کړنو مسؤله ده".

هغه کسان چې د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا تورن شوي د امریکا مخکني جمهور رئیسان براک اوباما او ډونالډ ټرمپ، د امریکا حکومت او نور جګپوړي چارواکي شامل دي.

د ایران دا اقدام ښایي په اتومي موافقې کې چې تهران د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړې وه، د واشنګټن بیرته یو ځای کیدل ستونزمن کړي.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله