شاته

طالبان: نړیواله ټولنه دې د زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته وکړي

په ختیځ افغانستان کې د زلزلې وروسته امدادي هلې ځلې دوام لري، ځايي اوسېدوونکو مطبوعاتو ته ویلي ګڼ شمېر کسان د کورو په ملبو کې ګېر دي، په زروګونو خلکو د شين اسمان دلاندې په باران کې شپه تېره کړې او طالبانو د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي چې د زلزله ځپلو افغانانو سره دې مرسته وکړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د شپږ اشاریه یوې درجې په زلزله کې طالب چارواکو د 1000 کسانو د مړينې او تر د 1500 پورې کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی.

زلزلې ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونه ځپلي خو رپورټونه وايي تر ټولو زیات جاني او مالي نقصان په پکتیکا ولایت کې شوی دی.

د وی او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د پکتیکا د صحت د محکمې مشر ډاکټر حکمت الله عصمت ځايي مطبوعاتو ته ویلي په سیمه کې لږ تر لږه 3000 کورنۍ په بېړنۍ توګه بشری امداد ته ضرورت لري.

د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي قطر، ایران او پاکستان د زلزله ځپلو خلکو دپاره امدادي سامان ورلېږلی دی. هغه د نړیوالې ټولنې نه هم د مرستې غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه جاپان او جنوبي کوریا اعلان کړی چې د زلزله ځپلو خلکو دپاره به امدادي سامان افغانستان ته لېږي.


د رپورټ ترمخه جنوبي کوریا د یو مېلین ډالرو امدادي سامان افغانستان ته د لېږلو اعلان کړی دی او جاپان ویلي افغانستان ته به ضروري امداد سامان استوي.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د کډوالو دپاره د متحده قامونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د ادارې لومړۍ قافله خوست او پکتیکا ته تللي ده چې د 4000 زلزله ځپلو خلکو ته خېمې، کمبلې او نور امدادي سامان ور ورسوي.

د متحده قامونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي د ادارې امدادي ډلې د ځايي هسپتالونه سره د زلزله ځپلو خلکو په درملنه کې مرسته کوي، هسپتالونو سره په انتظامي چارو کې کومک کوي او دوایانې ورکوي.

ډبلیو اېچ وویل هغه کسان چې په شدید ډول زخميان شوي دي علاج دباره کابل ته لېږل کېږي.

رویټرز خبري اداره وايي په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې دا ورستۍ زلزله تر ټولو زیاته سخته وه او 6000 کسان په متاثره سیمو کې ژغورل شوي دي.

رویټرز د خپلو خبریالانو له قوله وايي د ګیان کلی چې د زلزلې د مرکز سره نژدې و، زیاتره کورونه پکې زیانمن شوي او يا په مکمله توګه تباه شوي دي.

پاکستان ویلي د زلزله ځپلو خلکو د طبي امداد دپاره يې د افغانستان سره په پوله اېمبولېنسونه ځای په ځای کړي دي.


د متحد قامونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ویلي زلزله ځپلو سیمو ته به خوراک او نور لاجېسټک سامان استوي چې په لومړي پړاو د 3000 کورنیو سره مرسته وشي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې امدادي کار به د طالبانو د حکومت دپاره په داسې

حال کې یو لوی ازمېښت وي چې نړیوالې ټولنې پې پابندۍ لګولي دي او هېواد يې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اشنا څانګې او د رویترز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي