شاته

په پکتیکا او خوست کې د زلزلې د قربانیانو لټون روان دی

د پکتیکا د ګیان په ولسوالۍ کې خلکو نن پنجشنبه ۲۳ جون (چنګاښ ۲)، په زلزله کې د وژل شویو کسانو په ښخولو او د ویجاړو شویو ودانیو تر خاور لاندې په ژوندي پاتې شویو کسانو پسې په لټون تېره کړه.

خلکو کتار قبرونه کیندلي او مړي یې په پلاستیکي کڅوړو کې پوښلي چې له باران څخه وژغورل شي. خراب موسم او بارانونو سیمې ته د مرستو رسول هم ستونزمن کړي دي.

د چهارشنبې د شپې زلزله، چې شدت یې د ریختر په کچه ۶.۱ ښودل شوی، په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه.

دغه زلزلې د افغانانو ژوند چې لا له وړاندې، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د پوځونو د وتلو او د طالبانو له حاکم کېدو وروسته، د لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ وو، نور هم سخت کړی دی. د عامې روغتیا وضعیت هم ښه نه دی.

نړیوالو خیریه ټولنو د تېر اګست د بدلونونو راهیسې په افغانستان کې خپل حضور راکم کړی دی. زلزله ځپلو ته ددغو ټولنو د مرستو د رسېدلو، او دا چې طالبان به اجازه ورکړي، په اړه هم پوښتنې موجودي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه. خو د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې د طالبانو د پلټنې او ژغورنې د نړیوالو کارکوونکو د لېږلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د وسایلو د تر لاسه کولو غوښتنه نده کړې.

د سیمې اوسېدونکی حکیم الله چې له زلزلې څخه ژوندی وتلی دی، وايي: "له اسلامي امارت او ټول هېواد څخه غواړو چې زموږ مرستې ته راشي. موږ ته هیڅ ندي راپاتې. یوه خیمه هم نلرو چې تر لاندې یې واوسیږو".

په دغو غرنیو سیمو کې د زلزلې له آمله د تباهۍ کچه وروسته معلومه شوه. د بارانونو او ځمکې ښویېدلو له آمله سرکونه ویجاړ شوي دي او سفر یې سخت کړی دی. له کابل څخه ۱۱۰ میله لرې پرتې ګیان ولسوالۍ ته په تللو باندې یوه ورځ لګیږي.

د ګیان په مرکز کې د لسګونو کورونو چتونه او دیوالونه نړېدلي دي او ددغه ځای خلک وايي چې د ډیرو کورنیو ټول غړي ترې لاندې شوي دي.

د اسوشیېټد پرس خبري آژانس خبریالانو یوازې په همدې سیمه کې لږ تر لږه پنځوس مړي لیدلي دي چې خلکو د کورونو مخې ته کتار ایښي.

خلک وايي په لاس او بېل باندې د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو لرې کول ګران کار دی او تمه لري چې سیمې ته د مرستې لپاره بلدوزرونه راشي. دا وخت په ولسوالۍ کې یوازې یو بلدوزر موجود دی.

که څه هم د نړۍ په نورو برخو کې عصري ودانۍ ددغه اندازې زلزلې زور لري خو په افغانستان کې خټینو کورونو او ددغه هېواد په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدو د زلزلې اثر زیات کړی دی او کمزورې زلزلې هم ډیر زیانونه اړولی شي. کارپوهان وايي د چهارشنبې د زلزلې عمق یوازې ۶ میله وو.

د اسوشیېټد پرس خیر وايي که څه هم د ژغورنې مامورین دلته په هلیکوپتر کې راغلي او د پنجشنبې په ورځ په زلزله ځپلو سیمو کې امبولانسونه تر سترګو کېدل، خو د طالبانو له حاکمیت راوروسته، له ملک څخه د نړیوالو خیریه ټولنو د وتلو له آمله به د پراخو مرستو رسول ستونزمن کار وي. همدارنګه ډیر ملکونه له طالبانو سره مستقیم تماس ته زړه نه ښه کوي.

خو د ملګرو ملتونو ډیرو ادارو څرګنده کړې ده چې طالبانو ورته سیمې ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې زلزله ځپلې سیمې ته په خوړو او نور مرستو بار اته ټرکونه له پاکستانه رارسېدلي دي. هغه نن دا هم وویل چې له ایران او قطر څخه هم د بشري مرستو دوه الوتکې راغلي دي.

خو د نورو نړیوالو مستقیمو مرستو تر لاسه کول به مشکل وي. د امریکا په شمول ډیری هېوادونه د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو له لارې مرسته کوي او نه غواړې چې پیسې د طالبانو لاس ته ورشي.

د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان دولتي تلویزیون د امریکا د ولسمشر د غمرازۍ او د زلزله ځپلو سره د مرستو د ژمنې هرکلی وکړ. ولسمشر بایډن د چهارشنبې په ورځ د امریکا نړیوالو مرستندویه موسسو او شریکانو ته امر وکړ چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لارې چارې وارزوي.

د پاکستان د جیولوجیکي ادارې د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې د زلزلې مرکز په پکتیکا ولایت کې وو.

د ورڅېرمه خوست ولایت د سپېرې په ولسوالۍ کې، چې هلته هم کورونه نړېدلي او درانه زیانونه اوښتي، ژوندي پاتې خلک د مړیو په ښخولو بوخت دی. له ړنګو کورونو ۴۰ مړي رایستل شوي او ۴۰ زخمیان روغتون ته استول شویدي. چارواکي وېره لري چې کیدای شي نور جسدونه هم د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې وي.

د سپېرې ولسوال سلطان محمود وايي: "ّغرنۍ سیمه ده او دلته د قربانیانو دقیقه شمېره معلومول ګران دي. دغه معلومات مو د سیمې له خلکو راغونډ کړي دي".