شاته

واڼه:د مارټر د ګولې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي، څلور ماشومان ژوبل

دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې دمارټر دګولې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ څلور ماشومان ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دنهې په ورځ دجنوبي وزیرستان د واڼه سب ډویژن په باچا خان مارکیټ کې هغه مهال رامنځته شوې چې دکباړ په یو دوکان کې د ودود کندهاري په نوم دکباړ کاروباري تن دمارټر ګوله ماتوله.

دسرچینو په وینا په دغه مهال دمارټر ګوله چاودیدلې چې ودود کندهاري پکې په موقعه مړه شوی اؤ پینځه نور ماشومان ژوبل شوي دي.

دسرچینو وینا ده چې د ژوبلو ماشومانو څخه یو تن هسپتال ته د وړلو په مهال په لاره کې ساه ورکړې ده اؤ څلور نور ضلعي روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي چې دغلته یې ډاکټرانو حالت له خطرې بهر ښودلی دی.

په قبایلي ضلعو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې یوه اوږده موده ترهګرو ډلو خپلې خوندي ځالې لرلې خو په کال ۲۰۱۴م کې پوځ دغلته دضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات پیل کړي وؤ او اوس چې دغه عملیات سرته رسیدلي نو هم زیاتره وخت دغو سیمو نه د زمکنیو ماینونو اؤ نورو چاودیدونکو توکو په چاودنو کې دخلکو د مرګ ژوبلې رپورټونه مخې ته راځي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د جنوبي وزیرستان په دوؤ سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو ده.

په دې چاودونو کې په زياته شمېره کې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.