شاته

ملګري ملتونه: زلزلې افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یو استازي د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) وویل د وړاندوینو له مخې د تیرې شپې مرګونې زلزلې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

دغې زلزلې د افغانستان په دریو پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې حد اقل ۱۰۰۰ کسان وژلي او په سلګونه نور یې ټپیان کړي دي او داسې ویل کیږي چې د تلفاتو شمیر به تر دې هم لوړ شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي رامیز الاکباروف خبریالانو ته وویل:" موږ په دې باور یو چې کابو ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي."

ښاغلي الاکباروف چې له کابل څخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته په انلاین شکل معلومات ورکول وویل چې د بیځایه شویو کسانو شمیر به په مراتبو لوړ وي.

نوموړي زیاته کړه :" په اوسط شکل د افغانانو د یوې کورنۍ غړي حد اقل اوه او اته کسان وي." هغه زیاته کړه کله ناکله څو کورنۍ په یو کور کې ژوند کوي.

د ریکټر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې د چهار شنبې په لومړیو ساعتونو کې د افغانستان جنوب ختیځې سیمې سختې ولړزولې او د خلکو مشکلات یې لاپسې زیات کړل کوم چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د پکتیکا ولایت لپاره ۵۰ امبولانسونه او د پنځو په شاوخوا کې چورلکې ګمارلي څو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي. نوموړي وویل چې طالبانو یو اندازه پیسې هم د زیانمنو کورنیو لپاره ځانګړي کړي‌ دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د مشخصو وسایطو نشتون د ژغورنې عملیات له مشکلاتو سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل:" د ملګرو ملتونو په توګه، زموږ ټیمونه له ویجاړیو څخه د خلکو د رایستلو لپاره مشخص وسایل نلري. دا تر ډیره د واکمنانو پورې اړه لري کوم چې هغوی هم په دې برخه کې له مشخصو محدودیتونو سره مخ دي."

حتي واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې هم د افغانستان د بیړني حالت ټیمونه مکررو طبیعي پيښو ته چې په هغه هیواد کې پیښیدلې د رسیدګۍ په برخه کې له مشکلاتو سره مخ وو.

خو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یوازې د ګوتو په شمار د پرواز وړ څو الوتکې او چورلکې پاتې دي او وروستي ناورین ته عاجله رسیدنه هم محدوده ښکاري.