شاته

پاپ فرانسس د افغانستان د زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) د افغانستان د مرګوني زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه.

۸۵ کلن پاپ په واتیکان کې وویل:" زه له ټپیانو او هغو کسانو سره چې د زلزلې له امله زیانمن شوي، خپل نږدې والی څرګندوم."

نوموړي زیاته کړه په خاص ډول هغو کسانو ته دعا کوي چې خپله او د کورنۍ غړي یې په دې پيښه کې مړه شوي دي: "هیله من یم چې د ټولو په مرسته، د افغانانو درد او رنځ کم شي."

د بیړنیو مرستو لپاره د بشري اداراتو هڅې

د نړۍ د کاتولیکانو مشر په داسې حال کې د افغانستان د زلزلې وژل شویو او ټپیانو ته دعا کوي چې د ملګرو ملتونو بشري څانګې د چهار شنبې په ورځ وویل هڅه کوي چې زیانمنو ته بیړنۍ سرپناوي، صحي خدمات او خوراکي مواد ورسوي.

د چهار شنبې په لومړیو کې د ریکتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې د افغانستان په دریو پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې حد اقل ۱۰۰۰ کسان ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل او داسې ویل کیږي چې د تلفاتو شمیر به تر دې هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي د بشر دوستانه مرستو شریکان هڅه کوي چې له طالبانو سره په همغږۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.

اوچا وایي چې د عاجلو ضرورتونو په توګه د نورو مواردو په ګډون د تروما د درملنې مراکز، بیړنۍ سرپناوې، غیر خوراکي مواد، خوراکي مواد او د مینځلو مواد پکار دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا زیاتوي چې د طالبانو د بیړنیو حالتونو او بشري مرستو ادارې له یو شمیر هغو کورنیو سره چې په ازاده فضا کې پاتې دي د خوراکي توکو او خیمو مرسته وکړه خو په دې برخه کې ډیرو مرستو ته ضرورت دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هم د پکتیکا ولایت ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ ته د صحي کارمندانو په لس ګونه ټیمونه او د روغتیا څو سیار او د تغدیې ټیمونه استولي دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف مشر محمد ایویا ویلي دي چې هغوی له زیانمنو سره د پخلنځي د سامان لاتو، صابون، کالو مینځلو د موادو ، د اوبو د بستو ، ګرمو جامو ، بوټونو، کمپلو او خیمو په ګډون د مهمو مرستو ویش پیل کړی دی.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي‌ چې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو ته یې د بیړنیو طبي مرستو ۱۰۰ کارتنه درمل استولي دي.