BBC
 شاته

د فلوریډا شپې کلب کې ډزو دوه کسان وژلي

Image copyright Reuters

د امریکا پولیس وايي، د فلوریډا ایالت فورټ میرز ښار د شپې يوه کلب کې ډزې شوې چې لږترلږه دوه کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ډزو پرمهال د شپې دغه کلب کې پولیسو افسران هم و، چې د زلمیانو په کوربه توب مېله جوړه شوې وه.

د وژل شویو هویت نه دی په ډاګه شوی.

پولیسو د برید په تور یو کس نیولی دی.

د (کلب بلو) په نامه کلب دغه برید د دوشنبې په ګهیځ شوی دی.

د WINK په نامه یوه سیمه ییز تلوېزیون د یوه عیني شاهد له خولې ویلي، کلب د "لېونیانو کور" و، چې په وینا یې ټول ټپي شوي روغتون ته وړل شوي دي.

پولیسو په دوو نورو سیمو کې له دغو ډزو سره د تړاو په تور څارنه او څېړنه پیل کړې ده.

ډزې پر ودانۍ او موټر شوې دي.

یو مشکوک کس په سیمه کې نیول شوی. پولیس وايي، سیمه کې یې د نورو مشکوکو برید کوونکو لټون هم پیل کړی دی.

د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا اورلنډو کې د شپې پر یوه نڅا کلب برید کې لږترلږه ۵۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.