BBC
 شاته

د مونیخ برید کوونکی ډېوېډ علي سنبلي څوک و؟

سنبلي
Image caption د سنبلي ګاونډیانو وویل، هغه یو طبیعتي زلمی و، له وېډیو ګېم سره یې مینه لرله

د جمعې ماخوستن په لومړیو شېبو کې د عیني شاهدانو په وینا د پولیسو په حضور کې ایراني الاصله جرمني ډېوېډ (داوود) علي سنبلي ناڅاپي د جرمني بافاریا ولایت مونیخ ښار پر یوه لوی سوداګریز مرکز برید وکړ.

په برید کې لږترلږه ۹ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول، پولیسو له برید څو ساعته وروسته وویل، چې سنبلي غوښتل له ډله ییزې وژنې او ډزو خوند واخلي، خو پولیسو دا هم وویل چې نوموړی له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې سره کوم تړاو نه لري.

نو سنبلي څوک و؟

د سنبلي ګاونډیانو وویل، هغه یو طبیعتي زلمی و، له وېډیو ګېم سره یې مینه لرله او په عادي توګه یې له خپلو همځولو سره عادي ژوند او لوبې کولې او د تاوتریخوالي لوري ته د کږېدو هېڅ نښې پکې نه لیدل کېدې.

سنلي په جرمني کې زیږېدلی چې مو او پلار یې ایرانیان دي، پلار یې ټکسي چلوونکی دی او مور په یوه سیمه ییز خرڅلاو مرکز کې کار کوي، په وروستیو کې د کډوالو کورنیو د سرپناه لپاره په یوه چمتو شوي استوګنځي کې اوسېدل.

د دوی یوې مقدونیایۍ ګاونډۍ ویلي ''پوهېږم چې دا یو ښه ځوان و تل به یې مرسته کوله، ګلالی زلمی و، ورځپاڼې به یې په خندانه خوله وېشلې، د ده او د کورنۍ په اړه مې یې سوچ خراب و، چې ناوړه وضعیت کې ژوند کوي''.

خو پولیسو په خپلو رسمي څرګندونو کې وویل، ۱۸ کلن سنبلي خپه او پرېشانه و، درمل یې خوړل او پولیسو پېژانده.

کله چې سنبلي د اولمپیا په نامه سوداګریز مرکز ته د برید لپاره مخه کړه، له هغه سره ۳۰۰ مرمۍ وې.

د مونیخ د پولیسو مشر وویل، د سنبلي او د اندرز بیهرینګ بریفیک په نامه د ناروې د هغه قاتل ترمنځ تړاو و، چې پنځه کاله وړاندې یې پلازمېنه اوسلو او شاوخوا کې ۷۷ کسان ووژل.

Image caption ډېوېډ علي سنبلي مونیخ کې له ایراني مور او پلاره زیږېدلی

پولیسو خبریالانو ته وویل، کله چې پولیسو د سنبلي د اوسېدو خونه وپلټله، د ورځپاڼې ځینې ټوټې یې وموندې چې له ورته بریدونو سره یې تړاو درلود، د یوې ورځپاڼې سرلیک کې ''زده کوونکي ولې ووژل شي؟'' لیکل شوي وو.

پولیس وايي، سنبلي له ډېرو تاوتریخجنو وېډیويي ګېمونو سره مینه لرله او له هغه ۱۷ کلن جرمني زلمي ډېر اغېزمن شوی و، چې په ۲۰۰۹ کال یې له ځانوژنې وړاندې په ښوونځي کې پر خپلو ملګرو ډزې وکړې.

Image copyright Reuters
Image caption پولیسو خبریالانو ته وویل، کله چې پولیسو د سنبلي د اوسېدو خونه وپلټله، د ورځپاڼې ځینې ټوټې یې وموندې چې له ورته بریدونو سره یې تړاو درلود، د یوې ورځپاڼې سرلیک کې ''زده کوونکي ولې ووژل شي؟'' لیکل شوي وو.
Image copyright EPA