BBC
 شاته

یوناما: افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې

Image copyright
Image caption د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۰۹ کال له پیله د ۲۰۱۶ کال د جون تر پایه ۲۲۹۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۹۹۳ نور ټپیان شوي.

ملګري ملتونه وایي؛ د روان میلادي په شپږو لومړیو میاشتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر د ۲۰۰۹ کال ورته همدومره مودې په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) په خپل یوه راپور کې ویلي، په دغو شپږو میاشتو کې ټول ټال ۵۱۶۶ کسانو ته تلفات اوښتي چې له دې ډلې ۱۶۰۱ کسان وژل شوي او پاتې ټپیان دي.

که څه هم د روان کال شپږو میاشتو کې د وژل شویو شمېر د تېر ۲۰۱۵ کال (۱۶۱۵) او ۲۰۱۴ (۱۶۸۶) په پرتله کم دی، خو د ټپیانو شمېره چې ۳۵۶۵ تنه ده تر هر بل کال ډېره ده.

د ۲۰۰۹ کال شپږو میاشتو کې د وژل شویو شمېر ۱۰۵۲ کسانو او د ټپیانو ۱۴۴۰ ته رسېدلی و چې د روان کال په پرتله په تېرو تېرو شپږو کلونو کې د تاوتریخوالي ترټولو ټیټه کچه ښيي.

د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۰۹ کال له پیله د سږکال جون تر ۳۰مې پورې ۲۲۹۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۹۹۳ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو خپل تازه راپور کې لیکلي، د سږکال شپږو میاشتو کې په وژل شویو کې ۳۸۸ ماشومان او ۱۳۰ ښځې هم شاملې دی. ددې راپور له مخې، د ټپي ماشومانو شمېر هم د پام وړ دی: ۱۱۲۱ ماشومان ټپیان شوي.

Image copyright .
Image caption سرچینه: یوناما

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ویلي، دا راپور په نښتو کې د ملکي وګړو ژوند ساتنې ته د جګړې ښکېلو غاړو د ژمنتیا ناکامي ښيي.

د یوناما رییس ټینګار وکړ چې ددې راپور خپرېدل باید له ښکېلو خواوو د ملکي وګړو – هغه چې پر عبادت بوخت دي، اوبه راوړي یا په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي – د تلفاتو کمېدوغوښتنه وي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیر زید رعد حسین ویلي، د افغانستان په جګړه کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېره "هېښوونکې او شرموونکې" ده.

هغه د افغانستان جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې په ملکي سیمو کې په درنو وسلو په لوی لاس د ملکي وګړو په نښه کول پرېږدي او د ملکي وګړو د تلفاتو عاملینو خوندیتوب باید پایته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان دولت مخالفین د ۲۰۱۶ کال لومړیو شپږو میاشتو ۶۰ سلنه ملکي مرګ ژوبلي او د دولت ملاتړي ځواکونه د ۲۳ سلنه تلفاتو مسوول دي. ۱۳ سلنه نور د دواړو لوریو ګډو جګړو کې وژل شوي او پاتې ناچاوده توکو وژلي.

د ملګرو ملتونو راپور همداراز زیاته کړې، ځمکنۍ جګړې لا هم د ملکي وګړو د ډېرې برخې تلفاتو لامل دی او ورپسې، پېچلي ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړې چاودنې د ملکي وګړو د تلفاتو لامل کېږي.

یوناما په دغه راپور کې ویلي، ۸۵ سلنه ماشومانو د سړک غاړي ماین چاودنو او د ناچاوده توکو د چاودنې قرباني شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي همداراز باور لري چې په عام محضر کې د ښځو په نښه کول، په وسله والو جګړوې کې د ماشومانو کارول، پر نجونو او هلکانو جنسي تاوتریخوالی او پر تعلیمي او روغتیایي بنسټونو برید د بشري حقونو نقض کېدو جدي برخې دي.

په دغه راپور کې د افغانستان په شمال کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید ازادې، بې پرې او اغیزمنې څېړنې پر اړتیا ټینګار شوی.

تېر کال په مني کې د طالبانو له ولکې د کندوز ښار خلاصولو پرمهال د طالبانو پر اهدافو د برید پرمهال پر دغه روغتون امریکایي هوایي ځواکونو هغه مهال بمباري وکړه چې ۴۲ کسان یې ووژل.