شاته

ملي ارمان: د کندز جګړه برخلیک ټاکونکې ده

د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو د حکومت اقدامات او د کندز په یو شمېر ولسوالیو کې د جګړې زیاتیدل، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

انیس دولتي ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی، هرڅوک چې د دهمزنګ په حمله کې ښکیل وګڼل شي، د قانون له مخې به مجازات شي.

په سرمقاله کې راغلي، افغان ولس له تېرو څو لسیزو راهیسې داسې ناخوالې ګالي او مخالفین هڅه کوي چې ولس وځپي او هم د دوی په منځ کې د نفاق او کرکې تخم وکري.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان ولس دا درک کړې چې ترورېزم مذهب، سرحد او قوم نه پیژني او له همدې امله د هر روغتون مخې ته ډلې ډلې کسان لیدل کیدل چې د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې ټپیانو ته یې وینه ورکوله.

د انیس په سرمقاله کې راغلي، خلک باید هڅه وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې له پېښو سره مسئولانه او له احتیاطه ډک چلند وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې له احساساتو یې ناوړه ګټه واخلي.

سرخط ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې پوښتنه کړې چې ایا په کابل کې د داعش له خوا وروستۍ خونړۍ حمله په افغانستان کې د داعش ډلې د جګړې د تکتیک بدلون ښيي؟

په مطلب کې راغلي، له کله نه چې داعش په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړی، دا یې پر ملکي افغانانو تر ټولو خونړۍ حمله وه.

د مطلب لیکوال ویلي، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې ریښې پیاوړې کړي، خو د لیکوال په باور، لا هم معلومه نه ده چې په افغانستان کې داعش د عراق او سوریې له داعش سره تړاو لري او که نه؟

ملي ارمان بیا د کندز جګړې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د کندز جګړه برخلیک ټاکونکې ده.

په سرمقاله کې راغلي په کندز کې بیا پیل شوې جګړې شپږمې ورځې ته وغځیدې او معلومه نه ده چې دغه جګړې په کوم لوري روانې دي او څنګه به پای ومومي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د کندز جګړه په دشت ارچي او قلعه زال ولسوالیو تر ډیره متمرکزه ده او په دغو ولسوالیو کې عام خلک له جګړو ډیر په تنګ شوي دي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د قلعه زال خلک د خوراکي توکو او اوبو له کمښت سره مخ دي.

په مطلب کې د کندز د ولایتي شورا د غړو په حواله لیکل شوي، قلعه زال د حکومت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده او حکومت یې د خلاصون لپاره هیڅ ډول عملیات نه دي کړي.