شاته

په ملګرو ملتونو کې یو روسي دپلومات د اوکراین په یرغل د اعتراض له کبله دنده پریښوده

په ملګرو ملتونو کې د روسیې په سیاسي استازولۍ کې یو مجرب دپلومات دوشنبه مې ۲۳ (غبرګولي۲) په ګاونډی هیواد اوکراین د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په یرغل د اعتراض په توګه خپله دنده پریښوده.

بوریس بونداریف د دندې پریښودو وروسته د روسیې د جګړې په هلو ځلو سخت انتقاد کړی او دا یې هم ویلي چې په اوکراین د روسیې په یرغل "خجالت" دی.

ښاغلي بونداریف چې ۴۱ کاله عمر لري د روسیې د یرغل په هکله ویلي، "کوم یرغل چې پوتین په اوکراین کړی په حقیقت کې په ټولې لویدیځې نړۍ یرغل دی. دا یوازې د اوکراین د خلکو پر ضد جرم نه بلکې پخپله د روسیې د ولس پر ضد هم جدي جرم دی".

د روسیې دې جګپوړي دپلومات چې په ژنیو کې د روسیې په بې وسلې والي اړوند موضوعاتو یې تمرکز درلود ویلي "هغوي چې د دې جګړې نظر یې درلود یوازې یو شی غواړي او هغه دا چې د تل لپاره په واک کې پاتې شي".

بوریس بونداریف پخپلو څرګندونو کې دا ندي ویلي چې هدف یې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتنین دی که بل څوک خو دا لومړی ځل دی یو دومره جګپوړی چارواکی په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله خپله دنده پریږدي.

هغه همدارنګه ویلي، " هغوي غواړي چي په بې خونده ماڼیو او دبدبو کې ژوند وکړي، پداسې کښتیو کې سفر وکړي چې په وزن او بیې د روسیې د ټولو بحري ځواکونو سره برابره وي او د بشپړ معافیت او بې حده ځواک څخه خوند واخلي".

د روسیې دې دپلومات وړاندې ویلي چې "هغوي غواړي دا هدف د هر څومره کسانو د ژوند په قربانۍ چې تر لاسه کیږي، دوي یې ورته چمتو دي".

ښاغلي بونداریف پدې یرغل کې چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې نیټې پیل شوی، د زرګونو اوکراینیانو او روسانو د وژل کیدو یادونه هم کړې.

بوریس بونداروف د دپلومات په توګه شل کلنه تجربه لري چې په کمبوډیا او منګولیا کې یې هم ماموریتونه کړي خو هغه زیاتوي چې د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د "بې مسلکیتوب او دروغو" کچه لوړه شوې.

دې دپلومات د روسیې د بهرنیو چارو په وزیر سرګې لاوروف هم سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې ،" هغه (لاوروف) د دپلوماتانو تر منځ د یو مسلکي او روښانفکره شخص په توګه شهرت درلود خو اوس پداسې یو شخص بدل شوی چې ضد او نقیضې بیانیې خپروي او نړۍ په اتومي وسلو ګواښي.

ښاغلي بونداروف وړاندې ویلي چې روسیې ته هیڅ متحد ندی پاتې او د دې کار ملامتي یې د خپل هیواد په بې باکانه او ناوړه توګه جوړې شوې پالیسۍ اچولې.

هغه ویلي، " زه نور پدې خونړۍ، بې منطقه او په بشپړه توګه غیر ضروري رسوایۍ کې شریک پاتې کیدی نشم".

تر اوسه معلومه نده چې آیا د ښاغلي بونداروف په شان د روسیې نور دپلوماتان هم دا ډول اندونه لري خو بونداروف وایي چې ټول روسي دپلوماتان جګړه غوښتونکي ندي خو "باید خپلې خولې بندې وساتي".

لا څرګنده نده چې آیا د روسیې دا دپلومات به بیرته هیواد ته ستون شي او که نه دا هم نده معلومه چې د روسیې حکومت به د هغه سره څه ډول چلند کوي خو مسکو تر دې وړاندې هغوي چې په اوکراین د روسیې په یرغل یې انتقاد کړی و، ځپلي و او هم یې زرګونه مظاهره چیان نیولي او بندیان کړي.

حکومت همدرانګه خبرداری ورکړی هغوي چې په اوکراین په یرغل انتقاد کوي او د جګړې پر ځای ورته د "ځانګړي نظامي عملیات" نوم نه اخلي، تر ۱۵ کالونو پورې بندي کیدی شي.