شاته

د پولینډ صدر دا خبره ردوي چې د جنګ ختمولو دپاره دې اوکرائن خپلې ځینې سيمې ماسکو ته ورکړي

د پولینډ صدراندری دودا دا مشورې رد کړي چې په اوکراین د روس درې میاشتنۍ جګړې ختمولو لپاره دې کییف د خپل هیواد ځیني برخې ماسکو ته ورپریږدي.

د اوکرائن پارلمان ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وېنا کې ښاغلي دودا د روس صدر ویلاډیمیرپیوټن ته په ایشارې سره وویل حیرانونکي غږونه راپورته کیږي چې وایي اوکرائن دې د صدرپیوټن غوښتنې ومني. دی زیاتوي چې دا حق یوازې د اوکرائن سره دی چې د خپل اينده پریکړې اوکړي

د اوکرائن پارلیماني غړو لخوه ورته د خپلو چوکیو نه راولاړېدو او د لاسونود پړقولو سره د پولینډ صدر خپله وینا کې زیاته کړه ستاسو په اړه ستاسو د رای بغیر هیڅ نه شي کیدای.

د فرورۍ په 24مه نیټه په اوکرائن د روس د حملې وروسته د پولیند صدر لمړۍ مشر دی چې د اوکرائن پارلیمان ته یې وینا کړې.ده وویل نړیواله ټولنه دې خامخه د ماسکو نه غوښتنه اوکړي چې په مکمله توګه د اوکرائن نه خپل پوځ وباسي. ښاغلي دودا وايي چې که د اوکرائن یو سنټي میټر ځمکه هم د کوم اقتصادي یا سیاسي غرض لپاره قرباني کیږي دا به نه یوازې د اوکرائني قام لپاره بلکه تمام غربي نړئ لپاره یو غټ ګوزار وي. پولینډ د 20 لکو نه زیاتو اوکرائنیانو ته د روانې جګړې څخه پناه ورکړې،ده وئيلي تر هغې به په قلاره نه کیښني ترڅو چې اوکرائن د اروپائۍ اتحاد غړی نه وي جوړ شوی.

دا په داسې حال چې په ماریوپل ښار کې اوزوسټل فولادو کارخانه باندې د مکمل کنټرول ترلاسه کولو د اعلان نه ورستو روس د اوکرائن په ختیز ډنباس سیمه کې جګړه نوره کړې ده.د اوکرائن په صنعتي سیمه کې د روس پوځ میزائیلې او د وړې وسلې سره حملې کړې دي، په دغه سیمه کې د روس پوځ ته د بیلتون خوښو ملاتړ هم ترلاسه دی کوم چې په کال 2014 کې په کرائیمیا د روس د قبضې ورستو د کيوف سره په جګړه بوخت دي.

د اوکرائن صدر ویلاډیمیرذلنسکي د خالي په شپه قام ته وینا کې وئيلي په ډنباس کې حالات انتهایي سخت شوي دي خو د روس په ضد ئ د هیواد درې میاشتې لویه پيمانه باندې جګړه کې مقابله کول ډیر ښه خبر دی. ده اوئیل د روس د پلان شوو حملو پرضد د دفاعي عسکرو هره ورځ بریالي کیدل، په سخت مقاومت سره د دويي وارخطا کول د هر څه د یوې اهمې ورځې لپاره دي.دا هغه ورځ ده چې مونږ ټول ئ خواهش کوو او ورته سترګې په لار یو او د هغې ورځې لپاره جګړه کوو، او دغه ورځ د ګټې ورځ ده.

ښاغلي زیلينسکي زیاته کړه د اروپايي اتحاد 27 هیوادونه دې د روس د حملې په تناظر کې په دغه ډله کې د اوکرائن د شاملیدو په غوښتنه باندې زر تر زره غور اوکړي.ده اوئیل دا خبره په ډاګه کوي چې په اروپائۍ اتحاد کې ددوئ ورګډیدلو لار محص سیاست نه دی، بلکه دا د ژوند د معیار خبره ده او اوکرائنیان هم د ژوند د هغه معیار حقداره دي څنګ چې ئ د اروپا اکثره خلک لري.

د روس لپاره د اوکرائن معرکچي او د اوکرائني صدر ذلنسکي مشاور مائیخیلو پوډولیاسک وئيلي هیڅ قسم ډزبندي به نه کیږي او نه به ماسکو سره کوم رعایت کیږي. دی وائۍ که د روس سره رعایت اوشي نو جګړه به د څه وخت لپاره اوځنډیږي خو ودریږي نه، دوئ به نوې، نوره خونړئ او په لوئ کچ جګړه شورو کړي.

د اوکرائن پوځ د فیس بک د لارې وايي په ډونټسک سیمه کې د روس لخوه په تیرو 24 ساعتو کې لږترلږه 7 کسان وژل شوي دي چرته چې د روس پوځ جنګي جازونو،ځمکني پوځ،ټینکونو، راکټو،توپخانو او میزائیلو سره تازه بمبارۍ په اولسي ودانیو او د عامو خلکو په کورونو باندې کړي دي. دوئ وائۍ چې د روس نهه حملې ئ په شا تمبولي چې په کې ئ 5 ټنینکونه او لس وسله وال موټرې تباه کړي دي.

بلخوه روس د زرو هغه امریکایانو نومونه څرګند کړي په کومو چې روس ته په مداخلت په مکمله توګه بندیز اعلان شوی. په دغه نومونو کې د امریکا صدر جوبائيډن، نائب صدره کامله هیریس او د صدر د کابیني غړي هم شامل ديد اوزوسټل فولادو کارخانه کې د تسلیم شوو اوکرائني عسکرو په اړه هم اندیښنې سیوه شوي په داسې حال چې د اوکرائن ختیز برخه کې د بیلتون خوښو مشر ډینس پوشلین چې ورته د روس ملاتړ ترلاسه دی وئیلي تسلیم شوي اوکرائیني عسکر به عدالت ته د تپوس پوښتنو لپاره وړاندې کیږي.ده وئيلي 2439 اوکرائني نیول شوي عسکر ددوئۍ په والقه کې دي چې پکې ځيني خارجیان هم شامل دي. د اوکرائن وزیراعظمې ارینا ورشوک وئیلي اوکرائن به د خپل پوځیانو د واپسۍ لپاره پوره هڅه کوي.