شاته

طالبان: جعلي پاسپورتونه چاپ شوي، د پیسو په بدل کې وېشل کیږي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په ګاونډیو هیوادونو کې د پاسپورتونو جعلي کتابچې چاپ کړي او د پیسو په بدل کې پر خلکو وېشي.

دغه ریاست د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یو شمېر کسان د طالبانو د استخباراتو سرتیرو لخوا په دې اړه نیول شوي او څېړنې ورڅخه روانې دي.

یاد ریاست زیاته کړې چې د نیول شویو کسانو د اطلاعاتو او اعترافاتو له مخې، هغوی په «ګاونډیو هیوادونو» کې د پاسپورت سپینې کتابچې چاپ کړي او په قاچاقي ډول یې افغانستان ته راوړي دي.

د پاسپورت ریاست نه ده روښانه کړې چې دغه سپیني کتابچې په کوم ګاونډي هیواد کې چاپېدلې.

په اعلامیه کې راغلي: "دغه کتابچې نه یوازې داچې د پاسپورت په اداره کې ثبت او راجستر نه دي، بلکې جعل یې په ډيرې اسانۍ سره پيژندل کیږي، د دغه ډول پاسپورت لرونکو کسانو سره به د مخامخ کېدو په صورت کې جدي چلند وشي."

د پاسپورت عمومي ریاست له پاسپورت اخیستونکو څخه غوښتي چې باید د کمېشنکارانو او جعل کوونکو له خوا فریب ونخوري. او هیچا ته دې د جعلي پاسپورت تر لاسه کولو په بدل کې پیسې نه ورکوي.

د پاسپورت تر لاسه کولو لپاره انلاین نوم لیکنه تر میاشتني ځنډ وروسته د اپرېل نهمه (وري ۲۰) په کابل کې پيل شو، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست له خلکو څخه وغوښتل چې د پاسپورت تر لاسه کولو لپاره انلاین ثبت نام وکړي.

طالبانو ویلي چې اوس مهال په کابل او ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر په عادي ډول روان دی.

د پاسپورت عمومي ریاست تر دې مخکې ویلي که چې اوس مهال یې د دغه ریاست تخنیکي او بشري ظرفیت لوړ کړی دی او اوس مهال له ورځې تر ۳۰۰۰ د پاسپورتونو کتابچې خلکو ته ویشي.