شاته

د مېرمنو يوې ټولنې طالبانو او نړیوالې ټولنې ته سرخلاصى ليک استولى

په افغانستان کې د رهبرو مېرمنو ټولنې د یو سر خلاصه لیک په وسیله له طالبانو او نړېوالې ټولنې غوښتې، چې د هغو ښځینه دولتي کارکونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي چې په کور ناستې دي.

د تېر حکومت د احصایې ملي ادارې کارکونکې، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وايي، د ازادې سیالۍ له لارې یې دنده پیدا کړې وه او ۷ کاله یې کار وکړ خو د طالبانو په راتک سره په کور کېناسته.

دا مېرمن چې د پنځه کسیزه کورنۍ مشرې ورترغاړې ده وايي، د ژوند سختې شیبې تېروي.

هغه زياتوي: "موږ شاخوا ۱۲ کسه و پرته له کوم مشخص دلیله له دندې لرې شو، له بده مرغه دا دی شپږ میاشتې کېږي چې بېکاره یم او په کور کې بل ډوډۍ راوړنکی هم نه لرو."

نوموړې زیاتوي، د طالبانو په حکومت یې د درېیوو میاشتو معاش هم پاتې دی.

د دولت بله کارونکي فریبا هم چې په تېر حکومت کې د کرنې وزارت د اقتصاد برخې مشاوره پاتې شوې اوسمهال په کور ناسته ده.

هغې زياته کړه: "د طالبانو حکومت د مېرمنو شتون په وزارتونو کې نه مني، زه هم هغه مېرمن یم چې تر اوسه معاش نه لرم، په ریښتیا سره چې په ډېرو بدو اقتصادي شرایطو کې یو."

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د رهبرو میرمنو ټولنې د یو سر خلاصه لیک په وسیله له طالبانو او نړېوالې ټولنې غوښتې، چې د هغو ښځینه دولتي کارکونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي چې په کور ناستې دي.

د دې لیک په پیل کې لیکل شوي، چې د افغانستان ښځې په کورنۍ بند او ناغوښتل شوي تبعید کې دي.

په لیک کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان مېرمنې د ځمکې په سر هغه مېرمنې دي چې له سیاسي او ټولنیز جوړښت څځه لرې شوي او په انزوا کې دي.

د دې ټولنې غړی سحر احسان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، دغه لیک دوی د برېښنالیکونو له لارې نړېوالې ټولنې او طالب چارواکو ته استولی دی.

احسان زياته کړه: "موږ دغه لیک په دې نړېوالې ټولنې ته لیکلی چې هغوی د مېرمنو په ظرفیت لوړونې زیاته پانګونه کړې او ځواب ویونکي دي، د دې لیک یوه برخه طالبانو ته هم ده چې د مېرمنو په اړه بلاخره څه کوي او څه نظر لري."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیالانو یې په دې اړه زموږ اړیکي ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د یو خوندي چاپېريال له رامنځته کېدو وروسته به د مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د" رهبرو میرمنو ټولنه" وايي، دغه بنسټ چې ۵۵ غړي لري د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د هغو مېرمنو لخوا رامنځته شو، چې په تېر حکومت کې یې دولتي ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ تر کچې دندې درلودې.