شاته

ایا عمران خان خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره د پښتونخوا صوبې سرکاري وسیلې استعمالوي؟

د پاکستان پخواني وزير اعظم عمران خان ويلي دخپل ګوند تحریک انصاف دکور کميټۍ غونډه يي د اتوار په ورځ رابللې چې پکې به د اسلام اباد په لوري د لانګ مارچ د نېټې اعلان کوي.دغه غونډه به په پېښور کې کيږي.

څيړونکي وايي پښتونخوا نه د عمران خان د سياسي هلو ځلو پېل ښايي چې دی پخپلو سیاسي فعالیتونو کې دسرکاري مشينرۍ او د صوبې وسایل کاروي، خو د پاکستان تحريک انصاف غړي وايي دغه بې ځايه تورونه دي، د عمران خان مقبوليت په دې صوبه کې زيات دی، ځکه د سياسي هلو ځلو پېل هم دې صوبې نه کوي.

څيړونکي وايي عمران خان د سياسي هلو ځلو د پاره خو دې صوبې ته راځي او جلسو ته وېنا ګانې کوي خو صوبه کې روانې ترهګرۍ،د وفاق سره پاتې د صوبې مالي حساب کتاب او په نورو مهمو مسلو غلې پاتې کيږي، او یوازې د مرکزي حکومت خلاف سياسي بيانونه ورکوي۔

دپخواني وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ دتحريک کاميابېدو او د حکومت نه د هغه له کوزیدو وروسته نوموړي خپله وړومبۍ جلسه په پېښور کې کړې وه.

دغسې عمران خان په کوهاټ،مردان او صوابۍ کې هم د صوبايي حکومت د مشرانو په موجودیت کې د مرکزي حکومت په ضد جلسې کړې دي۔

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاذ فياض مشال وايي د عمران خان د حکومت ختميدو روسته چې کومې جلسې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي هغې ته عمران خان د خېبر پښتونخوا د حکومت په هېلي کاپټر کې راغلی دی او د صوبایي حکومت مشينري هم کارول شوې ده .

نوموړي وويل عمران خان اسلام اباد ته دلاریون اعلان ځکه د پېښور نه کوي چې دغه لاریون د پاره به د صوبایي حکومت لخوا انتظامي مرسته ورکړل کيږي او اندازه ده چې له دې امله ددې صوبې نه خلک هم لاریون کې په ګڼ شمېر کې برخه واخلي۔


"دلته د هغوي پارټي په واک کې ده، ايم پې اېز يې دي نو دلته نه ورته ډيره مرسته ترلاسه کېدای شي"

شاه نواز مشال زياته کړه په يوه جلسه په لکونو روپۍ خرچه راځي، عمران خان سره د جهانګير ترين او عليم خان په څېر هغه خلک هم اوس نشته چې د سياسي هلو ځلو د پاره پېسې ورکړي نو دا لويه پوښتنه ده چې دومره وسایل د دې جلسو د پاره د کوم ځايه راځي؟

څيړونکي او خبريال شاه رضا شاه ويل د خېبر پښتونخوا د حکومت ټول وسایل د عمران خان د مرکزي حکومت مخالفه جلسو کې کارول کيږي، هم ددې صوبې نه ډير خلک د مرکزي حکومت په ضد احتجانو کې ګډون کوي.

نوموړي وويل عمران خان وړاندې ويلي وو چې د لانګ مارچ اعلان به د جمعې په ورځ د ملتان جلسه کې کوي خو هلته يې ونه کړو او د اتوار په ورځ به په خېبر پښتونخوا کې اعلان کيږي.

"د عمران خان په اسټېبلشمنټ کې مضبوط ملګري په پېښور کې دي او حکومت يې هم په دې صوبه کې دی، نو هم دغه وجه ده چې د خېبر پښتونخوا زمکه، حکومت او وسایل د مرکز خلاف کارول غواړي، او هر څه چې هغه(عمران خان) نن سبا په پاکستان کې کوي نو د هغې مرکز خېبر پښتونخوا دی"

د عمران خان د خېبر پښتونخوا د حکومت د هېلي کاپټر د استعمال د خبرونو روسته د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف پخپل سپیناوي کې ويلي وؤ د صوبې وزير اعلا محمود خان د سرکاري چارو په ترڅ کې په اسلام اباد کې ؤ او هم د هغه ځائ نه دمردان جلسې ته راتلو چې د پارټۍ مشر عمران هم ورسره يو ځائ ؤ او دا د وزيراعلا واک دی چې ځان سره په هېلي کاپټر کې څوک يو ځائ کښینوي۔

د مرکزي حکومت مخالفه جلسو کې د صوبې د وسیلو د کارولو په اړه د خېبر پښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف د اسمبلۍ غړې رابعه اسد وي او ای ډیوه ته ويل دغه ټول بې ځايه تورونه دي او دوي يې ردوي،

"د عمران خان ګوند دلته په دويم ځل په واک کې دی، خلک پرې اعتماد کوي ځکه ددې ځائ نه د سياسي هلو ځلو پېل کوي، او تر څو چې د وسائلو د استعمال خبره ده دا تورونه بې ځايه دی، په پنجاب کي چې کومې جلسې شوي بيا د هغې ملاتړ چا کړی ؤ؟"

څيړونکي وايي عمران خان د سياسي هلو ځلو د پاره خو دې صوبې ته راځي او جلسو ته وېنا ګانې کوي خو صوبه کې روانې ترهګرۍ،د وفاق سره پاتې د صوبې مالي حساب کتاب او په نورو مهمو مسلو غلې پاتې کيږي، او یوازې د مرکزي حکومت خلاف سياسي بيانونه ورکوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی