شاته

طالبان: یونیسف په افغانستان کې ۵۰۰۰ نور درسي ټولګي جوړوي

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په دغه هیواد کې د ۵۰۰۰ نورو درسي ټولګیو رامنځته کولو ژمنه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند عزیز احمد رایان د شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د یونیسف د دفتر مرستیالې حنان سلیمان د دغه وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې دغه تدریسي ټولګي به ډېر ژر د افغانستان په ځینو ولایتونو کې فعاله شي.

ښاغلي رایان زیاته کړې چې اغلې سلیمان په دغه لیدنه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د زده کړو له بهیر څخه د یونیسف پر ملاتړ ټينګار کړی دی او ویلي دی چې هغوی په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ریان د یونیسف د مرستیالې له قوله ویلي: "یونیسف همدا اوس په افغانستان کې نژدې ۹۰۰۰ سیمه ییز تعلیمي ټولګي لري او پر دې سربیره په راتلوونکي کې پلان لري چې ۵۰۰۰ نور ټولګي هم رامنځته کړي."

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د یونیسف تعلیمي پروګرامونه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره «ډير ښه او اغېرمن» بللي دي او زیاته کړې ده چې د زده کړو د ودې لپاره له یونیسف سره په ګډه کار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو د ماشومانو دملاتړ صندوق په وروستیو کلونو کې د افغانستان لیري پرتو سیمو کې د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو لپاره زرګونه سیمه ییز تدریسي ټولګي رامنځته کړي دي. په یادو ټولګیو کې د هغو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې چې له زده کړو محروم دي.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت مخکې هم یونیسف ته تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ۴۰۰۰ درسي ټولګیو فعالولو اجاره ورکړې وه.

په افغانستان کې د دغه ادارې د ارتباطاتو مسؤل سام مورت ویلي و چې په دغه پروګرام کې به ۱۴۰زره ماشومان چې نجونې او هلکان پکې شامل دي تر پوښښ لاندې ونیول شي،هغه هیواد چې ۳.۷ میلیون ماشومان پکې ښوونځي ته له تګ څخه محرومه دي.

د اغلې مروت په خبره یونیسف به د دغه توافق له لارې په کندهار، هلمند، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې د ۴۰۰۰ تدریسي ټولګیو څخه ملاتړ وکړي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه اته میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the children) بیا ویلي چې په په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په تړل کېدو سره په دغه هیواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه زده کوونکي له زده کړو محرومې شوي دي.

دغه سازمان د اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ) پخپل راپور کې وویل چې له د ۱.۱ میلیون نجونو زده کوونکو له ډلې ۸۵۰زره تنې اوس ښوونځي ته نه ځي.

خو په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې دنجونو او هلکانو شاوخوا ۲۰ زره ښوونځي فعال دي او اوس مهال ۱۰ میلیون ماشومان ښوونځي ته ځي چې له دې ډلې ۲.۷میلیون یې نجونې دي.