شاته

پنجشېر ته د ملا یعقوب سفر؛ هیچا ته د امنيت خرابولو اجازه نه ورکوو

له پنجشېر ولایت څخه د جګړو او نښتو راپورونو سره هم مهاله د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې ملا یعقوب پنجشېر ته د سفر په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو سره لیدلي دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړې چې د دفاع وزارت سرپرست د پنجشېر ولایت اوسېدونکو ته ویلي چې هغوی د «دښمن د تبلیغاتو ښکار» نشي او باید خپل «عادي» ژوند ته دوام ورکړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د سیمې له اوسېدونکو څخه همدارنګه غوښتي چې د «نظم» په ساتلو کې له طالب مسؤلینو سره همکاري وکړي. هغه ټینګار کړی دی چې په دغه ولایت کې به هیچا ته په ځانګړي ډول «اخلالګر» ته د امنیت خرابولو اجازه ورنکړي.

تیره اونۍ د طالبانو دفاع وزارت د هوايي قواوو قوماندان هم پنجشېر ته سفر کړی و او له خلکو څخه یې غوښتي و چې د «نورو د ګټو لپاره باید خپل ځانونه مړه نکړي.»

امان الدین منصور د مۍ ۱۴ (غوايي ۲۴) د پنجشېر خلکو ته په خطاب کې ویلي و: "تاسو د هغو کسانو د ګټو په خاطر کې چې په تاجکستان او فرانسه کې عیش و نوش کوي او هغوی هلته ستاسو د وینو په پیسو خپل ځان ته پیسې ګټي، خپل ځانونه مه وژنئ."

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت مسؤلین پر داسې مهال پنجشېر ولایت ته سفر کوي چې تر تیر کوچني اختر وروسته په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو او د ملکي خلکو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

ویل کیږي چې دوې ورځې مخکې د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې یو ځل بیا د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې پیل شوي دي. د دغه ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې لسګونه طالبان دغه ولسوالۍ ته داخل شوي او په خبره یې د دواړو لورو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.

خو طالبانو تر دا مهاله د دغه تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.