شاته

د مریم نواز په اړه د عمران خان بيان ته سخت غبرګون وېل شوی

د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د پنجاب په ملتان ښار کې يوې جلسې ته په وېنا کې د مريم نواز په اړوند کوم بيان ورکړی، دغه بيان ته سياسي ګوندونو او په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون وېل شوی دی.

عمران خان ویلي، "مريم په خپله وېنا کې ډېر په دومره جذبې او جنون زما نوم اخستی دی، چې زه ورته ويل غواړم چې مريم ګوره، لږ خيال کوه، خاوند دې خفه نه شي، څومره چې بیا بيا ته زما نوم اخلې".

وزیراعظم شهباز شريف د عمران خان دغه بيان ته په غبرګون کې ویلي،

"د مریم نواز پرضد چې عمران خان کومه ژبه کارولې، ټولې ښځې دې د دې غندنه وکړي"، هغه ويلي "د يو ګوند مشر دومره غورځېدلي، د قوم په جوړولو پسې وتلی وو او د قوم اخلاق يې روان کړه".

مريم نواز چې د مسلم لیګ ن ګوند مرستياله مشره او د پخواني وزیراعظم نواز شريف لور ده، د عمران خان وېنا ته په غبرګون کې نواز شريف ويلي،

"عمران خان اخلاقيات تباه کړه، د بد تميزۍ د کلچر بنياد يې کېښودو، هغه ته دا نه ده مالومه چې د مور او لور عزت څه ته وايي، نوم اخلي د مدينې او خبرې داسې کوي چې د نړۍ په يوه ګنده ټولنه کې هم دغه ډول خبرې نه کيږي".

د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي، د مریم نواز په اړه د عمران خان د ناوړه ژبې کارولو غندنه کوي.

هغه ويلي، "د چا عزت دارو په کور کې چې مياندې، خوېندې وي هغه دغه ډول ژبه نه کاروي".

د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان چې په ټويټر د عمران خان نوم نه دی ليکلی خو ویلي يې دي،

"د هغه د خانداني ماملاتو نه قطع نظر، مونږ په لومړۍ ورځ ويلي وو چې دا سړی زمونږ د تهذيب ختمولو دپاره مسلط کړی شوی دی" مولانا زياته کړې، "په مريم نواز يې شخصي حمله کړې، او د قوم په وړاندې يې په اخلاقي توګه ځان په ډاګه کړی دی".

په ټولنيزو رسنیو د عمران خان په دغه بيان سختې نيوکې شوي او دغه بيان ته د ټولو ښځو په اړوند د عمران خان ناوړه ژبه کارول ويل شوي دي او د عمران خان پرضد په ټويټر ټرېنډز روان شوي دي.

جرنلسټې بېنظير شاه په ټویټر ويلي،

"د مريم نواز په اړه د عمران خان څرګندونې نه يواځې د کرکې، بلکې خطرناکې دي. هغه د دغه لارې سړو او هلکانو ته پېغام ورکړی چې د ښځو پرضد شخصي حملې سمې دي. او دا چې ښځې د عزت حق نه لري".

خو ځينې خلکو د عمران خان د وېنا دفاع هم کړې او د هغه يو پلوي او مخکني وزير شهباز ګِل په ټويټر ويلي،

"تاسو د بشری بي بي (د عمران خان د مېرمن)، مراد سعيد د خوېندو، شرين مزاري او زرتاج ګل خلاف په ناوړه ژبه کارولو غلي وئ، خو نن مو سړيتوب راويښ شوی دی او د اخلاقياتو درس يواځې د مخصوصو خلکو دپاره، نو دا ستاسو د بغض ناروغي ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​