شاته

بلاول: په افغانستان کې د جينکو په تعليم بندیز د نړيوالې لوظنامې سرغړونه ده

د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري ويلي د افغانستان موجوده چارواکي بايد د نړۍ سره کړي لوظونه پوره کړي، جينکۍ له زده کړو بې برخې کول د نړۍ سره د کړو لوظونو سرغړونه ده او څنګه چې دوی په پاکستان کې د مېرمنو بااختياره کول او د هغوي لپاره حقونه غواړي، داسې په افغانستان کې هم بايد د جينکو زده کوونکو حقونه ونه تروړل شي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د غونډې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې بلاول بټو زرداري وويل دوي که د مېرمنو د حقونو خبره کوي نو د دې مطلب کله هم دا نه دی چې په يو چا مغربي نظريه مني بلکې مېرمنو ته د زده کړو حق دين اسلام ورکوي.

هغه وويل، "مونږ ګڼو چې مېرمنو د زده کړو حق اسلام ورکړی دی، د قرآن پاک لومړی لفظ اقرا دی يعنې ولولئ. دا نه وايي چې يواځې سړي دې ولولي بلکې ټول دې ولولي. مونږ د افغانستان د اولس خبره کوو او که مونږ د افغانستان د نوي دولت سره د مېرمنو د حقونو خبره کوو نو دا وايو چې بايد هغوي خپل هغه لوظونه پوره کړي. مونږ دا هم باور لرو چې دا د پاکستان او افغانستان د جينکو حقونه دي".

نوموړي وويل که په افغانستان کې انساني او اقتصادي حالات خرابيږي نو اثر به يې يواځې په افغانستان او پاکستان نه بلکې په ټوله نړۍ وي. پاکستان د انساني بحران په دې لړ کې مرستې کوي او نړۍ بايد د افغان معيشت غورځېدو نه بچ کړي هم داسې که په افغانستان کې 90فيصده نه زيات خلک که د غربت د کچې لاندې وي، اغېز به يې په ټوله نړۍ وي.

نوموړي وويل که په افغانستان کې انساني بحران زياتېږي او اقتصادي حالات خرابېږي نو ويره ده چې د کډوالو يوه لويه شمېره د دوي هېواد ته هم هغه رنګ راشي لکه څنګه چې دوي په تېرو وختونو کې ليدلي وو خو بايد د افغانستان اولس ته دا پېغام لاړ نه شي چې د لسيزو د شخړې وروستو نړيوالې ټولنې دوي يواځې پرېښودي دي.

هغه په نړيوالې ټولنې غږ وکړو چې بايد د افغانستان د اولس مرسته وکړي او د افغانستان اقتصاد په مکمله توګه د غورځېدو نه بچ کړي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا غونډې ته په وينا کې بلاول بټو زرداري ويلي وو دا ويره ده چې افغانستان يو وارې بيا يواځې پرېښودل کېږي او دا ويره هم ده چې يو د نړۍ د طاقتونو ترمنځه يو نوی جنګ وليدل شي خو پاکستان د جنګ نه په لويه کچه اغېزمن دی، دوي له جنګه نور ستړي دي، نړۍ بايد د خبرو اترو لار خپله کړي او راتلونکي نسلونه له جنګه وژغوري.

" پاکستان د جنګ قيمت ډېر د نزدې نه ليدلی دی، مونږ له جنګه نور ستړي يو. مونږ دا وليدل چې د لسيزو د جنګ وروستو هم د خبرو اترو له لارې نتيجې مخې ته راځي. زمونږ د خپلې تجربې په بنياد تاسو ته په ډېر احترام دا خواست کوو چې د بل لوی جنګ نه وړاندې د خبرو اترو بندوبست وکړئ نه چې د جنګ وروستو. د انسانيت بل نسل د جنګ د مصيبتونو نه بچ کړئ".

څېړونکي وايي که څه هم دا وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمايندګي نشته خو د بلاول بټوزرداري له خوا د افغانستان په حواله خبرې به هغه لوظونه پوره کولو کې د پاکستان کردار پياوړی کوي د امريکا د انخلا په وخت شوي دي.

په نيويارک کې مېشت خبريال او د سياسي چاروکارپوه طاهرچوهدري وايي د پاکستان نوي خارجه وزير د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه کولو د هڅې سره سره د افغانستان په شخړه خبرې کړي دي او ښکاري په راتلونکي کې به د افغانستان د شخړي په هواري کې د پاکستان کردار نور هم مهم وي.

" په راتلونکي کې چې په افغانستان کې د پرمختيا څومره کارونه کېدونکي دي يا د افغانستان نه چې امريکا تلله او کوم لوظونه شوي وو د هغې په پوره کولو کې به د پاکستان لوی کردار وي، نو ځکه امريکا ته د پاکستان ضرورت دی، د تېر حکومت په وخت کې دا اړيکې لږې خرابې شوې وې خو زما په خيال په پاکستان کې د حکومت د بدلون وروستو اوس دا هيله څرګندېږي چې اړيکې به ښې شي".

د پاکستان او امريکا د اړيکو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې بلاول بټو زرداري وويل دوي له هر چا سره ښې اړيکې غواړي، د پاکستان او امريکا په دولتي او اولسي کچ د اړيکو يو لوی تاريخ دی. د امريکا د خارجه وزير انتوني بلنکن سره يې د زراعت، توانايۍ، ټېکنالوجۍ،د مېرمنو بااختياره کول او پياوړي کولو لړ کې ګټورې خبرې وشوې او هيله ده د يو بل لپاره به نوې موقعې پېدا کولی شي. د نوموړي په وينا د دوي حکومت د مرستو په ځای کاروباري اړيکې غواړي او د هر چا سره يې غواړي.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره د خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بلاول بټو زرداري وويل هغه د دې هر څه څارنه کوي خو د روانو خبرو اترو په اړه يې نور تفصيل شريک نه کړو او زياته يې کړه چې طالبان هغه ډله ده چا چې د پېښور ای پي ايس ماشومان وژلي دي، دوي يې په ضد کاروايۍ هم کړې دي. په تېرو وختونو کې هم دوي د طالبانو سره خبرې اترې کړې دي کومې چې زياتې ګټې نه دي راوړي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.