شاته

وزيرستان، بنو: چاودنې او هدفي پېښو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل

دافغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو په جنوبي او شمالي وزیرستان کې چاودنې شوې چې پکې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی او درې نور عسکرو او د میر علي کالج دوو استازانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي دي.

په عېن حال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په استخباراتي عملیاتو کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې ده، تر دې مهاله دې پیښو زمه وارۍ چا نه دي منلي.

د پاکستان پوځ د شپې نا وخته ویلي په امنیتي عسکرو چاودنه د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې شوې ده.

پوځ ویلي،د امنیتي سرتیرو قافله په مکین سیمه کې تېرېده، د ګاډي ترڅنګ په غاړه ښخ ما ين پرې چاودلی، او یو پوځي حوالدار پکې وژل شوی دی، چې تعلق يې د پنجاب صوبې د جهلم ضلعې سره وو.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکی وویل په چاودنه کې درې نور عسکر ټپي شوي او دا چاودنه چې کوم ځای کې شوي دغلته په زیات شمیر امنیتي ځواکونه رسېدلي او ټوله علاقه یې په ګېره کې اخستې ده.

تر دې مهاله د چاودنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې. خو د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عملیاتو ویل شوي دي.

په عېن حال کې د پاکستان پوځ ویلي د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په خدوي سيمه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ نښته شوې او په نښته کې د تحریک طالبان پاکستان الطاف نومې ترهګر وژل شوی دی.

ويل شوي د وژل شوي ترهګر څخه وسله ترلاسه شوې او هغه په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وو، د شمالي وزیرستان په بويه علاقه کې يې د تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوب دوه ترهګر وژلي دي.

د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی وو.

پوځ په دغه پېښه کې د درې پوځيانو او درې ماشومانو د وژل کېدو ويلي وو.

د دغه ځانمرګي بريد زمه واري چا نه وه منلې.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو

بل لور ته تیره ورځ د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو جاني خېل سیمه کې بیا هدفي وژنه شوې او په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی دی.

په جاني خېل کې دا پیښه په داسې حال کې شوې چې د علاقې خلک له تیر یو کال نه د نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کوي.

د جاني خېل تاڼې پولیسو دا پیښه تاید کړه او وویل دا پیښه تیره ورځ شوې او یو ځوان د کور مخې ته په ډزو ویشتل شوی دی.

هغوي وویل وژل شوی ځوان عمرحیات نومیږي او ملېشه ځواک کې عسکر وو او په رخصتۍ کور ته راغلی وو.

د پولیس په وینا پولیس سمدستي د پیښې ځایې ته رسېدلي مقدمه یې د نا مالومو کسانو پرضد د ترهګرۍ ضد پولیسو ته لیږلې او پلټنې یې پیل کړي دي.

جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي.

جاني خېل پرله پسې دامنیت د غوښتنې، علاقه د وسله والو نه پاکولو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي تیره ورځ د جاني خېل سیمو خلکو بنو ښار کې احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نا امنۍ د مخنيوي غوښتنه شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال لطیف وزیري مظاهرې ته په وینا کې وویل، له تیرو دوو لسیزو راهسې د نا امنۍ د ويرې سره مخ دي د علاقې مخور مشران، ځوانان او ښځې وژل کیږي خو د دوی د امن پرځایې کولو غوښتنه نه منل کیږي.

هغه تور پورې کړو چې په علاقه کې نوی جنګ پېل شوی او په کورونو کې د ننه قام پوهه خلک پوره له منصوبې سره وژل کیږي.

تر دغې پېښې وړاندې ، پرون د مې په 19 سحر د شمالي وزیرستان د میرلي کالج دوه ښوونکي (لیکچرارز) د بنو بکاخېل سیمه کې په یوه چاودنه کې ژوبل شوي دي.

د پولیسو په خبره شېر علي وزیر او انور خان داوړ خپل شخصي ګاډی کې سحر میر عل سیمه کې ډیوټۍ ته روان وو چې د بنو بکا خېل سیمه کې د سړک غاړې بمي چاودنې ښکار شوي دي.

د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د جینکو په سکول کې چاودنه شوې خو څه ځاني زیان پکې نه دی شوی.

د میرلي تاڼې چارواکي وایي چاودنه تیره ورځ د میر علي هورمز سیمه کې هغه مهال شوی چې د جینکو په سکول کې د 10م ټولګي کالنیزې ازموینو/ امتحان پرچه روانه وه خو چاودنه د سکول په یو طرف کې شوې او کوم ځاني نقصان یې نه دې اړولی.

د دغو بریدونو ذمه وارۍ هم چا نه دي منلې.

بنو شمالي او جنوبي وزیرستان کې دا پیښې په داسې حال شوې چې لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) کړې ډز بندي د مې تر اخره غځولې ده او په رسمي توګه یې منلې چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه مزاکرات روان دي.

ټي ټي پي دغه بيان ته د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.