شاته

باجوړ: قهرجنو مظاهره چيانو د قتل په تور بندي تن په تاڼه کې وژلی

د باجوړ پوليس وايي په ناوګۍ علاقه کې قهرجنو مظاهره چیانو په پوليس تاڼه کې د قتل په تور نيول شوی تن په تشدد وژلی، او د تاڼې ودانۍ ته يې اوور اچولی دی، پوليس وايي پېښه کې ککړ کسان نيول کيږي او تراوسه يې د 25 پورې کسان نیولي دي.

د باجوړ د ناوګۍ پوليسو ډي ايس پي ګلزار خان وي او اې ډيوه ته وويل د ناوګۍ د بره کمانګرې سيمه کې څو ورځې وړاندې يو تن ورک شوی وو، خپلوانو يې په تاڼه کې مقدمه درج کړې وه، پوليسو په دغه شک کې يو تن نيولی وو، خو پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د ورک شوي تن جسد/ مړی ترلاسه شوی دی.

د پوليس افسر په وېنا د مړ شوي تن خپلوانو او د کلي خلکو د تاڼې مخې ته مظاهره او په تاڼه حمله وکړه، په شک کې نيول شوی تن يې په ګټو/ ډبرو ويشی، په ډنډو يې وهلی او ډزې يې هم پرې کړي او په ځای يې وژلی دی.

ګلزار خان زياته کړه چې کله خلکو په تاڼه کې دغه تن وژلو پوليس د لټون د عملياتو د پاره د تاڼې نه بهر وتلي وو او په ډېر کم شمېر کې پوليس اهلکار په تاڼه کې موجود وو، چې د ګڼو مظاهره کوونکو مخه يې ونه نيول شوه.

ګلزار خان وويل د پېښې وروسته پوليسو 25 کسان نيولي دي او د نورو د نيولو دپاره عمليات روان دي.

د پېښور هايکورټ وکيل/ قانون پوهه شهاب خټک وايي، د داسې پېښو د زياتېدو نه ښکاري چې په ټولنه کې عدم برداشت زيات شوی دی، ځکه خلک قانون په خپل لاس کې اخلي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي خټک وويل، که په قانون کې کومه نيمګړتيا وي موجود وي، بايد چې خلک د هغې په ضد اواز پورته کړې نه چې قانو په خپل لاس کې واخلي.

ځايې مشران وايي په دغه پېښه غمجن دي او غندنه يې کوي.

سياسي او ټولنيز فعال مولانا خانزيب وايي، بايد چې حکومت په قبايلي ضلعو کې د پوليس نظام کې موجود نيمګړتياوې ختمې کړي او د دغسې پېښو مخنيوي وکړي.

په پاکستان کې په روستيو کې په سيالکوټ يو سري لنکن وګړی چې په کارخانه کې يې کار کولو د مذهب د سپکاوي په تور په هغه کارخانه کې کارکوونکو په تشدد وژلې او بيا يې په اوور سوځولی وو.

او بيا هم تېر کال په چارسده کې احتجاج کوونکو د مندڼي په علاقه کې پوليس تاڼې او څوکو ته اوور اچولی وو، ځکه چې د پولیس نه يې غوښتل د مذهب د سپکاوي تور نيول شوی کس دې دوی ته وسپاري خو پوليس ورته د دغه تن د ورکولو نه انکار کړی وو.

هم تېر کال په چارسده کې يو تن په کور کې د هغې پس سوځول شوی وو چې د قتل تور وو پرې، او احتجاج کوونکو يې کور ته اوور اچولی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی