شاته

څېړونکي: په درامد کېدونکو لګژري او غېر ضروري شيانو بندیز به پاکستاني روپۍ پیاوړې نه کړي

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي دپاکستان دمرکزي حکومت لخوا هېواد ته په درامد کېدونکو لګژري او غېر ضروري شيانو د بندیز له کبله به تجارتي خساره لږه ډېره راکمه شي خو دا به د ډالر په مقابله کې د روپۍ په ارزښت کوم اثر ونه لري.

دپاکستان حکومت دا بندېز په داسې وخت کې لګولی چې د هېواد تجارتي خساره د زياتو برامداتو له امله سېوا کېږي او غېر ملکي زر مبادله ذخیره هم ښکته راغلې ده.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د پور پروگرام د بحالۍ او د يو ارب ډالرو د قسط ترلاسه کولو لپاره هم خبرې پېل کړي .

په روان مالي کال کې د پاکستان تجارتي خساره 40 ارب ډالرو ته رسېدلې ده، د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې هم 10 اربه ډالر پاتې شوي او د ډالر په مقابله کې روپۍ هم خپل ارزښت بېللی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب د زيارت په ورځ ددې فېصلې د اعلان په موقعه ویلي وؤ چې د لګژري او غیر ضروري څېزونه په درامد د بندېز له کبله به د غېر ملکي زر مبادلې په ذخېرو د شپږو اربو ډالرو اثر وغورځېږي.

حکومت دا نه ده ښکاره کړې چې دا بندېز به تر کومې پځائ وي خو د وزیر اعظم شهباز شريف وېنا ده چې ددې پرېکړې له امله به د هېواد هغه قيمتي زر مبادله بچ شي چې د غېر ضروري شیانو په درامد خرڅ کېږي.

ځېنې اقتصادي ماهران د حکومت دا فېصله ستايي او وايي دې سره به تجارتي خساره کمه او روپۍ باثباته شي.

د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد ډاکټر ځلاکت خان ډيوه ته وايي باید چې دا فېصله ډېره مخکې شوې وی.

هغه وايي چې د شپږو اربو ډالرو لګښت کم شي نو دې سره به ضرور د روپۍ په قدر اثر وشي او د زرمبادلې ذخیره به هم ښه شي.

خو بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وايي دا به د تجارتي خسارې په کمي کې دومره اثر ونه لري ولې چې دا مهال د هېواد اقتصاد چې د کوم جنجال سره مخامخ دی نو ددې درملنه د ایي ایم اېف د پروګرام نه بغیر ممکن نه ده.

نوموړي ډيوه ته وویل پاکستان هرکال نزدې د 13 اربو ډالرو تېل درامد کوي خو ددې حکومتي بندیز اثر به د تېلو او ګازو په درامد نه وي.

ډاکټر سلمان شاه وايي که حکومت تجارتي خساره کمول غواړي نو د تېلو د نرخونو زياتولو ترڅنګ به ورله د هېواد دننه د تېلو او انرژۍ استعمال هم کمول وي.

دا ډول د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان هم ددې دريځ سره اتفاق نه کوي چې ګنې د غېر ضروري څېزونه په درامد د بندېز سره به د ډالر په مقابله کې روپۍ مستحکم او تجارتي خساره راکمه شي.

هغه وي او ای ډيوه ته وايي د روپۍ په قدر کې د کمى اصل وجه د هېواد دننه غېر ېقيني سياسي صورتحال دی.

هغه وویل حکومت دا فېصله ډېره په ځنډ وکړه خو وايي نه پوهېږي چې حکومت دا څنګه فېصله کړې ده.

هغه وايي باید چې حکومت ددې لپاره يوه کمېټى جوړه کړې وی او بيا دغه کمېټۍ په هغه څېزونو بندېز لګولی وی کوم چې غېر ضروري دي، زيات قيمت لري او په تېزې سره سېوا کېږي.

"ما ولېدل چې پدې کې خو هغه څېزونه هم شامل کړې د کوم د درامد حجم چې د مياشتې يو مېلنه ډالر دې"

ډاکټر سلمان شاه وايي دې فېصلې سره به د هېواد اقتصاد د لا نور ګډوډى سره مخ شي، د درامدي څانګې سره تړلې کاروبارونه به په ټپه ودرېږي او دې څانګه کې کار کوونکي به بې روزګاره شي.

اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د لګژري او غېر ضروري څېزونو په درامد د حکومتي بندېز اثر به په عامو خلکو کوم اثر ونه لري او وايي هغه ځکه چې د هېواد ميانه او د کم آمدن طبقه هغه شيان نه کاروي د کوم په درآمد چې بندېز لګول شوی دی.

حکومت د کالو پترو، څرمنې جوړ شيانو، چاکلېټ، جوس، سګرېټ، کراکري، ګنګل شوي خوراک، ټشو پېپر او غټو ګاډو په درامد بندېز لګولی دی.